تاریخې ځایونه

 

جلال آباد د ژوانګ زانګ په یادښتونو کې په ۶۳۰ میلادي کال کې چې د چېن یو مشهور بودايي ؤ ذکر شوی دی. دا سیمه د اومې پیړۍ پورې د یوناني- بودايي کلتور مرکز و چې بیا وروسته د عرب مسلمانانو لخوا فتح شوه. د ننګرهار ولایت ښې هوا او غني سرچېنو ډیری لیدونکې دې ولایت ته رامات کړي دي. د ګرزندویانو لپاره یوه ډیره زړه راښکونکې سیمه د هډې سیمه ده چې د ۱۸۰۰-۲۰۰۰ کلونو پورې لرغونې مجسمې پکې شتون لري.  دویم ډیر ښه زړه راښکونکې ځای سلطان پور سفلی دی، چې ستر او لوی ښایسته باغونه او طبیعي چېنې لري. دا د هندوانو پورې اړوند ځای دی چې اوسمهال د جلال آباد د ښار د سیکانو لخوا کارول کېږي.

په دې ښار کې بل مهم ځای توره بوره ده چې اسامه بن لادن پکې خپله وروستۍ جګړه ترسره کړې وه او بیا پاکستان ته تیښتیدلی وو. ګڼ شمیر سيمه اييز لیدونکي اوسمهال د دغه ځای لیدلو ته راځي کېدای شي دغه ځای په یو نړیول ګرزندويي مرکز بدل کړل شي.

نور مهم زړه راښکونکي ځایونه سپین غر، په هډه کې د لرغوني معبد کنډوالي چې په بهسودو ولسوالۍ پورې تړاو لري، د غازي امان الله خان زیارت او سراج العمارت ودانۍ دي. د دې تر څنګ په جلال آباد ښار کې ګڼ شمیر پارکونه لکه د سراج العمارت بڼ،ځوانانوپارک، درونټې، موسی شفيق ، بهسودو پل، ممله او د شيرزي لوبغالي هم شتون لري.

مزار امان الله خان