صنعتی او تجارتي مرکزونه

 

د جلال اباد ښار د اندازي په پرتله صنعتي چاري ډیري کمې دي. څو کوچنۍ فابریکې شتون لري چې زیاتره یي د ښار په منځ کي فعالیت کوي. اصلي تولیدي سکتورونه یی د ماربل تیګو برابرول، جامی ګنډل، اچار ، شات ، یخ ، دیګبخار ،صابون،د کالی مینځلو پوډر او لبنیاتو تولید دي. د جلال آباد ښار اوسیدونکي عموما کوچني تجارتونه ، دوکانونه ، کوچني تولیدي فابریکې ، هوټلونه ، مسافرسرایونه او نور وړوکي تجارتونه پرمخ وړي. دا ښار پلاني او غیر پلاني سوداګریزي سیمې لري او د ښار په مرکزي برخه کې لویو او کوچنيو پلورنځیو ډیره ګڼه ګوڼه جوړه کړیده.

سره ددي چي د جلال اباد ښار د حصارشاهي صنعتي پارک لري چي د نړیوال بانک په مرسته د جلال اباد ښار سویل ختیځ لور ته په ۲۲ کیلو میترۍ کې جوړ شوی دی. خو د بریښنا کمښت له امله یي صنعتي او اقتصادي ودې چاري محدودي دي.

په هرصورت ، ښاري اقتصاد د صنعتي سکتورونو او سوداګریزو فرصتونو تنوع په واسطه مشخص کیږي. د دوامداره ودې ملاتړ لپاره، جلال آباد ښار کی باید ډیر کار وکړل شی ترڅو سوداګریز پراختیا او کاری فرصتونو رامنځته کولو لپاره حمایوی بیخ بنا چمتو شی.

صنعتی ځایونه

صنعتی ځایونه