د ښار په اړه

د جلال اباد ښار لنډه پیژندنه:

جلال آباد ښار د ننګرهار ولایت مرکز او د هیواد یو له پنځو لویو ښارونو څخه دی چي د ختیځ زون مرکز هم شمیرل کیږي. دا ښار د پاکستان سره نزدې واقع او د افغانستان د ختیځ زون د لیږد رالیږد مرکز دی. د جلال آباد ښاروالي په ۱۳۱۲ لمریز کال کي منځته راغلي او د احصایوي معلوماتو له مخي یی د وګړو شمیر په ۱۳۵۷ لمریز کال کي  ۲۶۸،۶۳۷ تنه وو. خو په اوسني وخت کي د ښاروالۍ اټکل له مخي یي د وګړو شمیر د یومیلیون څخه زیات تنو ته رسیږي.

همدارنګه د جلال آباد ښار شاوخوا ۴۰،۰۰۰ استوګنیز واحدونه لري. د جلال آباد ښار د ننګرهار ولایت په شمالي برخه کې موقعیت لري اود شاوخوا ۱۲۷  کیلومتره مربع مساحت لرونکی دی. په عین وخت کې ، د جلال اباد ښار ۴۴ سلنه  ساحه کرنیزې ځمکې پوښلي ده. په حقیقت کي لومړۍ، دوهمه ،دریمه ، څلورمه او پنځمه ناحیی د ښار زیاتره استوګني ساحو او د کورونو ګڼې ګوڼې لرونکي دي. د جلال آباد ښار ۹ ناحیي لري او د ښاروالۍ په تشکیل کې یی  ۲۱۵ مامورین او ۷۰۱  قراردادی کارمندان لري. نو پدي سره  به اوسطه توګه د هر ۵۷ کورونو په سر ښاروالی یو کارمند لري.

City Image