د جلال اباد ښاروالۍ او دَ ولسوالۍ ښاروالانو تر منځ دَ افکارو او تجربو دَ تبادلې ناسته ترسره شوه

Anonymous (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۱ - ۸:۳۲
نىوز

  د جلال اباد ښاروالۍ او ولسوالیو ښاروالانو ترمنځ د افکارو او تجربو د تبادلې ناسته ترسره شوه!

یاده ناسته د جلال اباد ښاروالۍ د غونډو په تالار کې برابره شوې وه، چې د جلال اباد ښاروالۍ مرستیال مولوي مومن حمید، د ښاري حکومتولی رئیسد مولوي محمد اجمل فقیر، د تورخم ښاروال غازی همت، د ننګرهار ولایت د بېلابېلو ولسوالیو ښاروالانو او د مختلفو داخلي آمریتونو آمرینو پکې برخه اخېستې وه. د پیل ویناء د ښاري حکومتولۍ رئیس مولوي محمد اجمل فقیر وکړه. نوموړي وویل، چې ددې ناستې نه یې موخه د چارو بهبود او ښه والی دی، ټولې هغه برخې چې نیمګړتیاوې ولري، د حل لپاره به یې په ګډه کار کوو، ترڅو ولسونو ته لا غوره خدمات وړاندې کړو او له خپل اړخ یې په دغه برخه کې د هر راز همکاریو ډاډ څرګند کړ. په ورته مهال د جلال اباد ښاروالۍ له لوري په بېلابېلو برخو کې د ستونزو، لاسته راوړنو او نوښتونو په تړاو پرزنټش برابر شوی وو، چې ګډونوالو ته پکې مختلف مهارتونو وښودل شول، چې له مخې به یې د عوایدو په راټولیدو، ساختمانې چارو، پلان جوړونې، انکشاف، ښاري خدماتو او نورو برخو کې اسانتیاوې رامنځته کولی شي. ددې ترڅنګ د ولسوالیو ښاروالانو په خپل نوبت سره خبرې وکړې او دا ډول پروګرامونه یې ګټور وبلل، چې له مخې به یې په ځينو برخو کې ستونزې حل او چارې به په ښه ډول مخته لاړې شې. په عین حال کې هر یو خپلې ستونزې او لاسته راوړنې مرستیال ښاروال سره شریکې کړې. په پای کې د جلال اباد ښاروالۍ مرستیال مولوي مومن حمید خبرې وکړې. نوموړي له ټولو ښاروالانو وغوښتل چې په خپلو ورسپارل شویو دندو کې له پوره صداقت او ایماندارۍ څخه کار واخلئ او د شرعي قوانینو مطابق د خپلو ولسونو او ښاریانو سره چال چلند وکړئ. په ورته مهال یې دوی ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او د ورته تخنیکې پروګرامونو په جوړولو یې ټېنګار وکړ

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۷ - ۱۶:۱۹
Background image

د ښارواليو چارو د سمون لوى رياست مشرتابه پلاوو د جلال اباد ښاروالۍ له مسوولينو سره ناسته وکړه

۱۴۰۲/۹/۷ د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست مشرتابه پلاوي د ښاروالیو مسئولینو سره ناسته وکړه! له مرکز کابل څخه د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست رئیس حاجي عبدالقاهر فیروز په مشرۍ یو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۷ - ۹:۴۴
Background image

د ختيځ زون ښاروالیو مديرانو ته د افمس دوه ورځنى ورکشاپ ورکړل شو

۱۴۰۲/۹/۶ د ختېخ زون ښاروالیو مالي مدیرانو ته د افمس دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسید! د ختیځ زون ښاروالیو مدیرانو ته د مالي مدیریت واحد سیستم افمس دوه ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسید. په دغه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱ - ۱۶:۱۵
Background image

د کارونو د ښه ترسره کېدو په موخه اداري ناسته وشوه

۱۴۰۲/۸/۲۹ د کارونو د ښه ترسره کیدو په موخه ناسته ترسره شوه! د ښاري حکومتولۍ د رئیس مولوي عطاء الرحمن فاتح په مشرۍ نن د یاد ریاست د مسئولانو سره د کارونو د ښه ترسراوي په موخه ناسته ترسره. . .

BACK TO NEWS