د جلال ابد ښاروالۍ اړوند شعارونه

Anonymous (not verified)
اعلان

د ښاروالۍ اړوند پېغامي شعارونه :

 

۱ـ درنو ښاریانو ! کوښښ وکړئ؛ د خپلې ښاروالۍ د تنضیفاتي کارګرو لوړ قامتونه د خپلو کوڅو او لښتیو کثافاتو ته ټیت نکړئ.

 

۲- مسؤل ښاري هغه دی، چې ټاکلي ځای ته د کثافاتو وړلو زغم ولري ؛ لارې کوڅې  او لښتي له کثافاتو پاک وساتي.

 

۳- درنو ښاریانو!  ښارونه د ولسونو د روزنې او کلتور څرګندونه کوي؛ راځئ چې خپل ښارونه د نورو هیوداونو د ولسونو لپاره د کلتور بیلګې وګرځوو.

 

۴-ښار پاک ساتل د هر ښاري دنده ده؛ باید د ښار هر وګړی چاپیریال ساتنه خپل مسؤلیت وګڼي.

 

۵-لارې او کوڅې کثافت دانۍ نه دي؛ پاکې یې وساتئ، چې پښې مو چتلې نه شي.

 

  • پوهه د نېکمرغۍ لامل کیږې؛ نو راځئ چې سبق ووایو.
  • ایمان لرونکی انسان د مطمیئن روح، ارام مغز او روغ زړه څښتن وي.
  • ایمان او عقیده ده، چې زړونه سره یو ځای کوي.
  • د روح او تن غښتلتیا په پرهېزګارۍ کې ده.

آخرین اطلاعیه ها

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۹:۳۳
Background image

په ښار کې په ديوالونو او ښاري تاسيساتو باندې د ليکلو، رنګ مالۍ او اعلاناتو ځړولو مخنيوي په اړه

د اشتهاري لوايحو د مقررې ٥ مادې ٢ بند له مخې ټولو ښاريانو ته خبر ورکول کیږي چې د ښار په ساحه کې هر ډول ليکل، اعلان لګول او يا په ديوالونو رنګمالي کول او نورو ښاري تاسيساتو کې منع دي، . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۱۵:۴۳
Background image

واورې يا يخ پلورونکو ته خبرتیا

د واورې (یخ) پلورونکو ته خبرتیا! د ننګرهار ولایت مقام په مشرۍ د ګډ کمېسیون د پرېکړې له مخې په آزاد بازار کې د یوې کندې واورې(یخ) بیه په فابریکو کې په عمده ډول ۲۰ افغانۍ او په هټیو کې . . .

بازگشت به اطلاعیه ها