د جلال ابد ښاروالۍ اړوند شعارونه
د ښاروالۍ اړوند پېغامي شعارونه :
۱ـ درنو ښاریانو ! کوښښ وکړئ؛ د خپلې ښاروالۍ د تنضیفاتي کارګرو لوړ قامتونه د خپلو کوڅو او لښتیو کثافاتو ته ټیت نکړئ.
۲- مسؤل ښاري هغه دی، چې ټاکلي ځای ته د کثافاتو وړلو زغم ولري ؛ لارې کوڅې او لښتي له کثافاتو پاک وساتي.
۳- درنو ښاریانو! ښارونه د ولسونو د روزنې او کلتور څرګندونه کوي؛ راځئ چې خپل ښارونه د نورو هیوداونو د ولسونو لپاره د کلتور بیلګې وګرځوو.
۴-ښار پاک ساتل د هر ښاري دنده ده؛ باید د ښار هر وګړی چاپیریال ساتنه خپل مسؤلیت وګڼي.
۵-لارې او کوڅې کثافت دانۍ نه دي؛ پاکې یې وساتئ، چې پښې مو چتلې نه شي.
- پوهه د نېکمرغۍ لامل کیږې؛ نو راځئ چې سبق ووایو.
- ایمان لرونکی انسان د مطمیئن روح، ارام مغز او روغ زړه څښتن وي.
- ایمان او عقیده ده، چې زړونه سره یو ځای کوي.
- د روح او تن غښتلتیا په پرهېزګارۍ کې ده.