صنعتی او تجارتي مرکزونه
د جلال اباد ښار د اندازي په پرتله صنعتي چاري ډیري کمې دي. څو کوچنۍ فابریکې شتون لري چې زیاتره یي د ښار په منځ کي فعالیت کوي. اصلي تولیدي سکتورونه یی د ماربل تیګو برابرول، جامی ګنډل، اچار ، شات ، یخ ، دیګبخار ،صابون،د کالی مینځلو پوډر او لبنیاتو تولید دي. د جلال آباد ښار اوسیدونکي عموما کوچني تجارتونه ، دوکانونه ، کوچني تولیدي فابریکې ، هوټلونه ، مسافرسرایونه او نور وړوکي تجارتونه پرمخ وړي. دا ښار پلاني او غیر پلاني سوداګریزي سیمې لري او د ښار په مرکزي برخه کې لویو او کوچنيو پلورنځیو ډیره ګڼه ګوڼه جوړه کړیده.
سره ددي چي د جلال اباد ښار د حصارشاهي صنعتي پارک لري چي د نړیوال بانک په مرسته د جلال اباد ښار سویل ختیځ لور ته په ۲۲ کیلو میترۍ کې جوړ شوی دی. خو د بریښنا کمښت له امله یي صنعتي او اقتصادي ودې چاري محدودي دي.
په هرصورت ، ښاري اقتصاد د صنعتي سکتورونو او سوداګریزو فرصتونو تنوع په واسطه مشخص کیږي. د دوامداره ودې ملاتړ لپاره، جلال آباد ښار کی باید ډیر کار وکړل شی ترڅو سوداګریز پراختیا او کاری فرصتونو رامنځته کولو لپاره حمایوی بیخ بنا چمتو شی.