د جلال اباد ښاروالۍ ورځني خدمات او فعالیتونه

Anonymous (not verified)
Wed, May 11 2022 11:29 AM
نیوس

۱۴۰۱/۲/۲۰
د جلال اباد ښاروالۍ ورځني فعالیتونه:
۱- د نرخونو کنټرول ګډ کمېسیون له لوري د ګمرک مخې ته د یوشمېر هغه قصابانو د حلالو کړو مالونو غوښې لیلام کړې، چې له ټاکل شوې نرخنامې څخه یې په لوړ قیمت پلورلې.
۲- د دریمې ناحیې تنظیفي پرسونل له لوري په دغه ناحیه کې د ویالو د پاکۍ چارې ترسره شوې.
۳- د څلورمې ناحیې تنظیفاتي ټیم له لوري په مختلفو ګذرونو کې د ویالو او پلچکونو د خلاصون چارې ترسره شوې.
۴- د پنځمې ناحیې تنظیفي ټیم له لوري په یوشمېر ساحو کې د تنظیف چارې ترسره شوې.
۵- د شپږمې ناحیې مسئولینو له لوري د دغې ناخیې په بازار کې د تاریخ تېرو او بې کېفیته توکو کمپاین ترسره شو.
۶- د اوومې ناحیې تنظیفاتي ټیم له لوري په بېلابېلو ګذرونو کې د صفایې چارې ترسره شوې.
موږ هڅه کوو، خپلو درنو ښاریانو ته په ټولو برخو کې غوره او مناسب خدمات وړاندې کړو.

Latest news

Tue, Apr 30 2024 4:49 PM
Background image

دَ لومړۍ ناحیې څخه د ګذرونو د معياري کيدو پروسه پیل شوه

۱۴۰۳/۲/۱۱ د ګذرونو د معیاري کېدو پروسه له لومړۍ ناحیې پېل شوه! د جلال اباد ښاروالۍ اړوند د ښاري حکومتولۍ ریاست له لوري د ګذرونو د معیاري کېدو لړۍ نن د لومړۍ ناحیې څخه پېل شوه. په. . .

Sun, Apr 28 2024 9:17 AM
Background image

دَ درونټې تونل د روښنایې او زیبایې چارې پېل شوې

درونټې تونل د روښنایې او زیبایې چارې پېل شوې! د ښاري ښکلا د رامنځته کیدو په موخه د جلال اباد ښاروالۍ په هڅو د "لمر افعان" خصوصي شرکت له لوري د روښنایې او زییایې چارې پېل شوې، چې نږدې. . .

Tue, Apr 23 2024 6:59 PM
Background image

لومړۍ ناحیې اړوند عربانو ګولايي ساحه کې تفريحي پارک جوړيدو چارې روانې دي

لومړۍ ناحیه عربانو ګولایې کې په ۲ جریبه ځمکه د یو پارک د جوړېدو چارې په چټکۍ سره جریان لري! ښاریانو ته د ښاري او سیمه اېزو اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د جلال اباد ښاروالۍ په هڅو د. . .

BACK TO NEWS