د جلال اباد ښاروالۍ ورځني خدمات او فعالیتونه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۱ - ۱۱:۲۹
نیوس

۱۴۰۱/۲/۲۰
د جلال اباد ښاروالۍ ورځني فعالیتونه:
۱- د نرخونو کنټرول ګډ کمېسیون له لوري د ګمرک مخې ته د یوشمېر هغه قصابانو د حلالو کړو مالونو غوښې لیلام کړې، چې له ټاکل شوې نرخنامې څخه یې په لوړ قیمت پلورلې.
۲- د دریمې ناحیې تنظیفي پرسونل له لوري په دغه ناحیه کې د ویالو د پاکۍ چارې ترسره شوې.
۳- د څلورمې ناحیې تنظیفاتي ټیم له لوري په مختلفو ګذرونو کې د ویالو او پلچکونو د خلاصون چارې ترسره شوې.
۴- د پنځمې ناحیې تنظیفي ټیم له لوري په یوشمېر ساحو کې د تنظیف چارې ترسره شوې.
۵- د شپږمې ناحیې مسئولینو له لوري د دغې ناخیې په بازار کې د تاریخ تېرو او بې کېفیته توکو کمپاین ترسره شو.
۶- د اوومې ناحیې تنظیفاتي ټیم له لوري په بېلابېلو ګذرونو کې د صفایې چارې ترسره شوې.
موږ هڅه کوو، خپلو درنو ښاریانو ته په ټولو برخو کې غوره او مناسب خدمات وړاندې کړو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۴
Background image

اوومه ناحیې کې د ١١،٨ ميليونه افغانيو په ارزښت پلو لارو او ګلدان جوړولو چارې جریان لري

اوومه ناحیه کې د ۱۱،۸ میلیونو افغانیو په ارزښت د سړک، پلو لارو، ویالې او ګلدان چارې جریان لري. د جلال آباد ښاروالۍ د داخلي عوایدو په مرسته د انکشافي پروژو په لړ کې د اوومې ناحیې اړوند. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۰:۰
Background image

د جلال آباد ښاروالۍ د تېرې اوونۍ مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې

د جلال آباد ښاروالۍ د تېرې اوونۍ مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې. ــــــــ د جلال آباد ښاروالۍ رسنیز دفتر

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۹:۵۴
Background image

جلال اباد ښاروالۍ له لوري د څلويښت متره سړک د پرانستې مراسم

د جلال آباد ښاروالۍ له لوري د څلوېښت متره حلقوي سړک د پرانیستې مراسم ترسره شول. د جلال آباد ښاروالۍ له لوري د جلال آباد ښار څلوېښت متره حلقوي سړک، د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند، د. . .

BACK TO NEWS