د جلال اباد ښاروالۍ ورځني خدمات او فعالیتونه

faiz_admin
Wed, May 11 2022 11:29 AM
نیوس

۱۴۰۱/۲/۲۰
د جلال اباد ښاروالۍ ورځني فعالیتونه:
۱- د نرخونو کنټرول ګډ کمېسیون له لوري د ګمرک مخې ته د یوشمېر هغه قصابانو د حلالو کړو مالونو غوښې لیلام کړې، چې له ټاکل شوې نرخنامې څخه یې په لوړ قیمت پلورلې.
۲- د دریمې ناحیې تنظیفي پرسونل له لوري په دغه ناحیه کې د ویالو د پاکۍ چارې ترسره شوې.
۳- د څلورمې ناحیې تنظیفاتي ټیم له لوري په مختلفو ګذرونو کې د ویالو او پلچکونو د خلاصون چارې ترسره شوې.
۴- د پنځمې ناحیې تنظیفي ټیم له لوري په یوشمېر ساحو کې د تنظیف چارې ترسره شوې.
۵- د شپږمې ناحیې مسئولینو له لوري د دغې ناخیې په بازار کې د تاریخ تېرو او بې کېفیته توکو کمپاین ترسره شو.
۶- د اوومې ناحیې تنظیفاتي ټیم له لوري په بېلابېلو ګذرونو کې د صفایې چارې ترسره شوې.
موږ هڅه کوو، خپلو درنو ښاریانو ته په ټولو برخو کې غوره او مناسب خدمات وړاندې کړو.

Latest news

Thu, Aug 18 2022 9:01 AM
Background image

د جلال اباد ښاروالۍ له لورې د خپلواکۍ ۱۰۳ کالیزې لپاره چمتووالی نیول کیږي

جلال اباد ښاروالۍ له لوري د اسد ۲۸ ته چمتوالی روان دی! د جلال اباد ښاروالۍ له لوري د ښار په بېلابېلو برخو او په ځانګړې ډول د شاه غازي امان الله خان په مقبره کې د خپلواکۍ بیرته اخیستلو. . .

Mon, Aug 01 2022 8:28 AM
Background image

د جلال اباد ښاروال په مشرۍ د ادارې مجلس غونډه تر سره شوه

۱۴۰۱/۵/۹
د جلال اباد ښاروال په مشرۍ د اداري مجلس غونډه وشوه!

د جلال اباد ښاروال حاجي ملا نعمت الله اخند په مشرۍ، چې د شته ریاستونو رئیسانو، ناحیو آمرینو او مدیرانو هم حضور درلود د. . .

Wed, Jun 29 2022 8:23 AM
Background image

جلال اباد ښاروالۍ مشورتي بورډ نوبتي غونډه تر سره شوه

۱۴۰۱/۴/۷ د جلال اباد ښاروالۍ مشورتي بورډ خپله نوبتي غونډه ترسره کړه. د جلال اباد ښاروال ملا نعمت الله اخند په مشرۍ د ښاروالۍ مشورتي بورډ نوبتي غونډه ترسره شوه، چې په کې د ښاروالۍ. . .

BACK TO NEWS