د جلال آباد ښار د لویو سیخدارو ویالو پروژې څارنه وشوه
.د جلال آباد ښاروال قاری بلال او مسوولینو په ښار کی د لویو سیخدارو ویالو له پروژو لیدنه وکړه
د جلال آباد ښاروال ښاغلی قاری بلال، د تخنیکی او سکتوری چارو رئیس انجنیر وحیدالله مخلص، د څار او ارزونی آمر قاری نصیب الله ثاقب او تخنیکی پلاوی د جلال آباد ښاروالۍ د داخلی عوایدو په مرسته د ښار په بیلابیلو برخو کی د لویو سیخدارو ویالو د پروژو له کارونو لیدنه وکړه او د شرکت مسوولینو ته یی د کارونو د کیفیت، کمیت او سرعت په برخه کی لازمی سپارښتنی وکړی
د جلال آباد ښاروالۍ له لوری د ښار په داخلی برخو کی د اورښتونو د اوبو او فاضله موادو د منظمه وتلو په موخه ۸ پروژی د ۱۵۰ میلیونو افغانیو په ارزښت تر کار لاندی دی. دغه پروژی د یو اعشاریه پنځو، یو اعشاریه درېیو او یو متر په عرض کی جوړیږی چی ټول نږدی ۱۲ کیلومتره اوږدوالی لری. په جوړیدو سره به یی د ښاریانو لویه ستونزه حل او فصل شی. د جلال آباد ښاروالۍ له لوری د روان ۱۴۰۵ مالی کال لپاره ۴ نوری د لویو سیخدارو ویالو د پروژو کارونه په پلان کی دی چي په نږدی راتلونکی کی به تر تدارکاتی چارو وروسته عملا پیل شی
د جلال آباد ښاروالۍ رهبری هڅه کوی چی د ښار او ښاریانو ستونزو ته به کتو هغو پروژوی ختومتونو ته لومړیتوب ورکړی چی اړتیا یی ډیره او ګټه یی ټولو ته رسیږی
زمونږ ښار- زمونږ راتلونکی
شهر ما- آینده ما
ثور -۱۷-۱۴۰۵ه.ش
