د جلال آباد ښار د لویو سیخدارو ویالو پروژې څارنه وشوه

Hamza Salarzai
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۱:۱۵
جلال آباد ښاروالۍ

.د جلال آباد ښاروال قاری بلال او مسوولینو په ښار کی د لویو سیخدارو ویالو له پروژو لیدنه وکړه

د جلال آباد ښاروال ښاغلی قاری بلال، د تخنیکی او سکتوری چارو رئیس انجنیر وحیدالله مخلص، د څار او ارزونی آمر قاری نصیب الله ثاقب او تخنیکی پلاوی د جلال آباد ښاروالۍ  د داخلی عوایدو په مرسته د ښار په بیلابیلو برخو کی د لویو سیخدارو ویالو د پروژو له کارونو لیدنه وکړه او د شرکت مسوولینو ته یی د کارونو د کیفیت، کمیت او سرعت په برخه کی لازمی سپارښتنی وکړی

 د جلال آباد ښاروالۍ له لوری د ښار په داخلی برخو کی د اورښتونو د اوبو او فاضله موادو د منظمه وتلو په موخه ۸ پروژی د ۱۵۰ میلیونو افغانیو په ارزښت تر کار لاندی دی. دغه پروژی د یو اعشاریه پنځو، یو اعشاریه درېیو او یو متر په عرض کی جوړیږی چی ټول نږدی ۱۲ کیلومتره اوږدوالی لری. په جوړیدو سره به یی د ښاریانو لویه ستونزه حل او فصل شی. د جلال آباد ښاروالۍ له لوری د روان ۱۴۰۵ مالی کال لپاره ۴ نوری د لویو سیخدارو ویالو د پروژو کارونه په پلان کی دی چي په نږدی راتلونکی کی به تر تدارکاتی چارو وروسته عملا پیل شی

د جلال آباد ښاروالۍ رهبری هڅه کوی چی د ښار او ښاریانو ستونزو ته به کتو هغو پروژوی ختومتونو ته لومړیتوب ورکړی چی اړتیا یی ډیره او ګټه یی ټولو ته رسیږی

زمونږ ښار- زمونږ راتلونکی 

شهر ما- آینده ما

ثور -۱۷-۱۴۰۵ه.ش

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۴
Background image

اوومه ناحیې کې د ١١،٨ ميليونه افغانيو په ارزښت پلو لارو او ګلدان جوړولو چارې جریان لري

اوومه ناحیه کې د ۱۱،۸ میلیونو افغانیو په ارزښت د سړک، پلو لارو، ویالې او ګلدان چارې جریان لري. د جلال آباد ښاروالۍ د داخلي عوایدو په مرسته د انکشافي پروژو په لړ کې د اوومې ناحیې اړوند. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۰:۰
Background image

د جلال آباد ښاروالۍ د تېرې اوونۍ مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې

د جلال آباد ښاروالۍ د تېرې اوونۍ مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې. ــــــــ د جلال آباد ښاروالۍ رسنیز دفتر

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۹:۵۴
Background image

جلال اباد ښاروالۍ له لوري د څلويښت متره سړک د پرانستې مراسم

د جلال آباد ښاروالۍ له لوري د څلوېښت متره حلقوي سړک د پرانیستې مراسم ترسره شول. د جلال آباد ښاروالۍ له لوري د جلال آباد ښار څلوېښت متره حلقوي سړک، د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند، د. . .

BACK TO NEWS