د جلال اباد ښاروالۍ له لورې د بېلابېلو توکو نرخنامې جوړې او د تطبیق په برخه کې به یې د مجازاتو او مکافاتو لړۍ پیل شي

Anonymous (not verified)
Sat, Jan 25 2020 11:20 AM
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په مشرۍ د افغانیو د رواجولو کمېسیون پرېکړه وکړه

د جلال اباد ښاروالۍ له لورې د بېلابېلو توکو نرخنامې جوړې او د تطبیق په برخه کې به یې د مجازاتو او مکافاتو لړۍ پیل شي . نن د مرغومي په ٢٤مه نېټه ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په مشرۍ د افغانیو د رواجولو کمېسیون پرېکړه وکړه چې د جلال اباد ښاروالۍ له لورې د بېلابېلو توکو نوې نرخنامې ژر تر ژره جوړې شي او هغه پلورونکي چې په ښه توګه یې مراعت کوي،تقدیر او له نرخنامو څخه سرغړونکو سره به سخت چلند ترسره شي . په دې غونډه کې همدا راز پرېکړه وشوه چې د نرخونو د کنټرول د مرکزي کمیسیون ترڅنګ به هره ناحیه کې د ناحیو او حوزو د امرینو،ګذر وکیلانو او نورو په شتون سره فعال کمیسیونونه په جدي ډول نرخنامې تطبیق کړي . د ننګرهار والي له لورې، د مرکز ترڅنګ ولسوالیو ته لا زیات وړو بانک نوټونو د تبادلې،خپلسرو هډو څخه د مسافرینو د لیږدونکو موټرو د درولو،د جلال اباد او ولسوالیو کرایو کنټرول او یو شمیر نورو برخو کې لازمې لارښوونې وشوې . جلال اباد ښاروال روح الامین حسن له لورې په ټولو اړونده برخو کې د دوامداره نه ستړې کېدنکو همکاریو ډاډ څرګند کړ. د اړونده برخې مسؤلینو د مالوماتو له مخې په دې ولایت کې د ډیزلو نرخ د ۴۷ افغانیو څخه ۴۵ او د پطرولو نرخ د ۴۹ افغانیو څخه ۴۷نیمو افغانیو ته را ښکته شوي او ټاکل شوې سبا د تازه ګازو په را لیږدیدو سره د یو کیلو ګازو قیمت له نوي افغانیو څخه تر ۷۵ افغانیو پورې را ښکته شي . په دې غونډه د افغانیو د رواجولو کمېسیون غړو د خپلو ترسره شویو اجراتو په اړه مالومات هم شریک کړل چې د ننګرهار والي له لورې د کړنو ستاینه وشوه او پر لا زیات کار کولو ټینګار وشو.

Latest news

Thu, May 07 2026 11:15 AM
Background image

د جلال آباد ښار د لویو سیخدارو ویالو پروژې څارنه وشوه

.د جلال آباد ښاروال قاری بلال او مسوولینو په ښار کی د لویو سیخدارو ویالو له پروژو لیدنه وکړه

د جلال آباد ښاروال ښاغلی قاری بلال، د تخنیکی او سکتوری چارو رئیس انجنیر وحیدالله مخلص، د. . .

Wed, May 06 2026 12:23 PM
Background image

د درونټی ښاری دروازې د جوړیدو چارې وڅارل شوې

.د جلال آباد ښاروال او مسوولینو اوومه ناحیه درونټه کی د ښاری ښکلا په موخه د جوړیدونکی دروازی له کارونو لیدنه وکړه

د جلال آباد ښاروال قاری بلال، د تخنیکی او سکتوری چارو رئیس انجینیر. . .

Wed, May 06 2026 7:53 AM
Background image

له درونټی تر سرخاب پل پورې د سړک جوړولو له بهیر څخه لیدنه

د جلال آباد ښاروال ښاغلی قاري بلال، د تخنیکي او سکتوري چارو رئیس انجنیر وحیدالله مخلص او ورسره مل تخنیکي پلاوي د پروژې له کارونو لېدنه وکړه د شرکت مسوولینو ته یې د کارونو د کیفیت، کمیت. . .

BACK TO NEWS