د جلال اباد ښاروالۍ له لورې د بېلابېلو توکو نرخنامې جوړې او د تطبیق په برخه کې به یې د مجازاتو او مکافاتو لړۍ پیل شي

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۵ - ۱۱:۲۰
ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په مشرۍ د افغانیو د رواجولو کمېسیون پرېکړه وکړه

د جلال اباد ښاروالۍ له لورې د بېلابېلو توکو نرخنامې جوړې او د تطبیق په برخه کې به یې د مجازاتو او مکافاتو لړۍ پیل شي . نن د مرغومي په ٢٤مه نېټه ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په مشرۍ د افغانیو د رواجولو کمېسیون پرېکړه وکړه چې د جلال اباد ښاروالۍ له لورې د بېلابېلو توکو نوې نرخنامې ژر تر ژره جوړې شي او هغه پلورونکي چې په ښه توګه یې مراعت کوي،تقدیر او له نرخنامو څخه سرغړونکو سره به سخت چلند ترسره شي . په دې غونډه کې همدا راز پرېکړه وشوه چې د نرخونو د کنټرول د مرکزي کمیسیون ترڅنګ به هره ناحیه کې د ناحیو او حوزو د امرینو،ګذر وکیلانو او نورو په شتون سره فعال کمیسیونونه په جدي ډول نرخنامې تطبیق کړي . د ننګرهار والي له لورې، د مرکز ترڅنګ ولسوالیو ته لا زیات وړو بانک نوټونو د تبادلې،خپلسرو هډو څخه د مسافرینو د لیږدونکو موټرو د درولو،د جلال اباد او ولسوالیو کرایو کنټرول او یو شمیر نورو برخو کې لازمې لارښوونې وشوې . جلال اباد ښاروال روح الامین حسن له لورې په ټولو اړونده برخو کې د دوامداره نه ستړې کېدنکو همکاریو ډاډ څرګند کړ. د اړونده برخې مسؤلینو د مالوماتو له مخې په دې ولایت کې د ډیزلو نرخ د ۴۷ افغانیو څخه ۴۵ او د پطرولو نرخ د ۴۹ افغانیو څخه ۴۷نیمو افغانیو ته را ښکته شوي او ټاکل شوې سبا د تازه ګازو په را لیږدیدو سره د یو کیلو ګازو قیمت له نوي افغانیو څخه تر ۷۵ افغانیو پورې را ښکته شي . په دې غونډه د افغانیو د رواجولو کمېسیون غړو د خپلو ترسره شویو اجراتو په اړه مالومات هم شریک کړل چې د ننګرهار والي له لورې د کړنو ستاینه وشوه او پر لا زیات کار کولو ټینګار وشو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۴
Background image

اوومه ناحیې کې د ١١،٨ ميليونه افغانيو په ارزښت پلو لارو او ګلدان جوړولو چارې جریان لري

اوومه ناحیه کې د ۱۱،۸ میلیونو افغانیو په ارزښت د سړک، پلو لارو، ویالې او ګلدان چارې جریان لري. د جلال آباد ښاروالۍ د داخلي عوایدو په مرسته د انکشافي پروژو په لړ کې د اوومې ناحیې اړوند. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۰:۰
Background image

د جلال آباد ښاروالۍ د تېرې اوونۍ مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې

د جلال آباد ښاروالۍ د تېرې اوونۍ مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې. ــــــــ د جلال آباد ښاروالۍ رسنیز دفتر

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۹:۵۴
Background image

جلال اباد ښاروالۍ له لوري د څلويښت متره سړک د پرانستې مراسم

د جلال آباد ښاروالۍ له لوري د څلوېښت متره حلقوي سړک د پرانیستې مراسم ترسره شول. د جلال آباد ښاروالۍ له لوري د جلال آباد ښار څلوېښت متره حلقوي سړک، د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند، د. . .

BACK TO NEWS