د کرنې او مالدارۍ رياست اړوند دَ امارتي ځمکو دَ اجارې د اعلان په اړه
Publish Date
Closing Date
د ننګرهار ولایت دَ کرنې او مالدارۍ رياست دَ ځمکو دَ تخنیکي چارو امريت په نظر کې لري چې دَ کوز کنړ ولسوالۍ ګمبيري دښته کې ٥٠٠ جريبه بکر دولتي ځمکه دَ زراعتي فعالیت په موخه په اجاره ورکړي او همدارنګه دَ مهمندرې ولسوالۍ باسول قريه کى ٢٩ جريبه بکر دولتي ځمکه دَ زراعت او باغدارۍ په موخه يو تن شيرزاد ولد مومن خان ته دَ کال في جريب په ٨٠٠٠ افغانۍ ورکوي که هر څوک يي دَ مزایدې خیال لري د اعلان دَ نشر څخه وروسته تر ٧ کاري ورځو پورې دې اړوندې ادارې ته خپل غوښتنليکونه وسپاري شرط پاڼه کتلي شي تضمين نغد اخستل کېږي