د جلال اباد نوي ښاروال قاري احسان الله ساجد د اګست دمیاشتی په ۱۸رسما د ښاروال په صفت وپیژندل شو

Anonymous (not verified)
Mayor

قاري احسان الله ساجد د يوې غونډې په ترڅ کې د جلال اباد ښاروال په حيث وټاکل شو د جلال ابادښاروالۍ غونډو تالار کې د جوړو شويو مراسمو پرمهال قاري احسان الله ساجد د ولايت مقام استازي مولوي نوراني شاهد لخوا ګډونوالو ته معرفي او رسما ښاروال وټاکل شو. ياد استازي مولوي نوراني شاهد ښاغلی ساجد په کار پوه او امانتدار شخص ياد کړ. نوموړي وويل،داچې ښاروالي يوه خدماتي او عايداتي اداره ده،نو ځکه ورته داسې امين شخص پکار و،چې نن وټاکل شو. په جوړه شوې غونډه کې د اصنافو اتحاديې په استازولۍ حاجي عبدالشکور جلندري خبرې وکړې او له نوي ښاروال يې وغوښتل، هغه پروژې چې کار پرې روان وو،دوامداره وساتل او بشپړې شي. همداشان د اجناسو نرخونو برخه کې جدي اقدام وشي،بندې لارې خلاصې شي او له ښاروالۍ فاسد اشخاص فلټر او ليرې شي. ضياء الله ناصري چې د ناحيو وکيل ګذرانو په استازولۍ يې غونډه کې وينا وکړه وويل، ښاروالي بايد د مشرانو،سپين ږيرو او ځوانانو سره مشورې وکړي،تل يې نظرونو ته درناوی وشي. ناصري زياته کړه،د ښاروالۍ کارمندان بايد له مراجعينو سره سم سلوک ته تشويق شي. د غونډې په وروستۍ برخه کې د ښاروالۍ مرستيال يحيی غفورزي د يادو ګډونوالو د ستونزو اورېدو او حل ډاډ ورکړ، نوموړي وويل،تاسې وکتل چې لنډو شپو او ورځو کې ښاروالۍ داسې کارونه وکړل چې تېر کې چا نشو کولی،لکه د زورواکو لخوا د تړل شويو لارو خلاصول او نور. ښاغلي غفورزي د غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې نور به د خبرو پر ځای عملي اقدامات کېږي او شته ستونزې به حل شي.

آخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۹:۴۶
Background image

د يو تن محترم بي بي راضيه د جواز د تضمين اعلان

د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې يو تن اوسیدونکى محترم بي بي راضيه د عبدالجلیل لور د معاملاتو لارښوونې دفتر د فعالولو جواز اخيستلو لپاره خپل د ملکيت اسناد په تضمین کې پريښي تر څو هر ډول . . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۹:۵۱
Background image

د يو تن محترم محمد نسیم اخندزاده د جواز د تضمين په اړه اعلان

د جلال اباد ښار اوومې ناحیې يو تن اوسیدونکى محترم محمد نسیم اخندزاده د فضل الرحمن زوى د معاملاتو لارښوونې دفتر د فعالولو جواز اخيستلو لپاره خپل د ملکيت اسناد په تضمین کې پريښي تر څو هر . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۹:۵۲
Background image

د يو تن محترم شريف الله د جواز د تضمين په اړه اعلان

د جلال آباد ښار دريمې ناحیې يو تن اوسیدونکى محترم شريف الله د شاولي زوى د معاملاتو لارښوونې دفتر د فعالولو جواز اخيستلو لپاره خپل د ملکيت اسناد په تضمین کې پريښي تر څو هر ډول معاملاتو . . .

بازگشت به اطلاعیه ها