جلال اباد ښاروالۍ د ناحيو په کچه د دويمې او درېيمې ربعې د حساب ورکونې غونډه ترسره شوه

Anonymous (not verified)
Tue, Oct 06 2020 7:09 PM
حساب ورکونه

جلال اباد ښاروالۍ مرستيال حاجي سليم نظير په مشرۍ ښاروالۍ ښاري حکومتولۍ ريس فيض محمد دوراني نن د تلې په ۱۳مه نېټه، لومړى ناحيې څخه تر پنځمې ناحيې پورې د حساب ورکونې په غونډه کې په داسې حال کې ګډون کړى وه، چې، ناحيو امرينو، ګذر وکيلانو، مدني فعالانو او يو شمېر مخورو هم شتون درلود.

په غونډه کې د لومړى ناحيې څخه تر پنځمې ناحيې پورې مسولينو د خپلو کړنو په اړه د دوه ربعو حساب وړاندې کړ، او د يو شمير ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه هم ورکړل شول.

جلال اباد ښاروالۍ مرستيال حاجي سليم نظير په خپلو خبرو کې د ښاري حکومتولۍ رياست له مسولينو مننه وکړه چې د شفافيت پرلور قدمونه اخلي، هغه زياته کړه جلال اباد ښاروالۍ رهبري هوډ لري چې د ولس او ښاروالۍ ترمنځ فاصلي د حساب ورکونې او ولس ته د غوره خدمت په نتيجه کې ترسره کړي.

Latest news

Thu, May 07 2026 11:15 AM
Background image

د جلال آباد ښار د لویو سیخدارو ویالو پروژې څارنه وشوه

.د جلال آباد ښاروال قاری بلال او مسوولینو په ښار کی د لویو سیخدارو ویالو له پروژو لیدنه وکړه

د جلال آباد ښاروال ښاغلی قاری بلال، د تخنیکی او سکتوری چارو رئیس انجنیر وحیدالله مخلص، د. . .

Wed, May 06 2026 12:23 PM
Background image

د درونټی ښاری دروازې د جوړیدو چارې وڅارل شوې

.د جلال آباد ښاروال او مسوولینو اوومه ناحیه درونټه کی د ښاری ښکلا په موخه د جوړیدونکی دروازی له کارونو لیدنه وکړه

د جلال آباد ښاروال قاری بلال، د تخنیکی او سکتوری چارو رئیس انجینیر. . .

Wed, May 06 2026 7:53 AM
Background image

له درونټی تر سرخاب پل پورې د سړک جوړولو له بهیر څخه لیدنه

د جلال آباد ښاروال ښاغلی قاري بلال، د تخنیکي او سکتوري چارو رئیس انجنیر وحیدالله مخلص او ورسره مل تخنیکي پلاوي د پروژې له کارونو لېدنه وکړه د شرکت مسوولینو ته یې د کارونو د کیفیت، کمیت. . .

BACK TO NEWS