جلال اباد ښاروالۍ د ناحيو په کچه د دويمې او درېيمې ربعې د حساب ورکونې غونډه ترسره شوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۵ - ۱۹:۹
حساب ورکونه

جلال اباد ښاروالۍ مرستيال حاجي سليم نظير په مشرۍ ښاروالۍ ښاري حکومتولۍ ريس فيض محمد دوراني نن د تلې په ۱۳مه نېټه، لومړى ناحيې څخه تر پنځمې ناحيې پورې د حساب ورکونې په غونډه کې په داسې حال کې ګډون کړى وه، چې، ناحيو امرينو، ګذر وکيلانو، مدني فعالانو او يو شمېر مخورو هم شتون درلود.

په غونډه کې د لومړى ناحيې څخه تر پنځمې ناحيې پورې مسولينو د خپلو کړنو په اړه د دوه ربعو حساب وړاندې کړ، او د يو شمير ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه هم ورکړل شول.

جلال اباد ښاروالۍ مرستيال حاجي سليم نظير په خپلو خبرو کې د ښاري حکومتولۍ رياست له مسولينو مننه وکړه چې د شفافيت پرلور قدمونه اخلي، هغه زياته کړه جلال اباد ښاروالۍ رهبري هوډ لري چې د ولس او ښاروالۍ ترمنځ فاصلي د حساب ورکونې او ولس ته د غوره خدمت په نتيجه کې ترسره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۱:۴۶
Background image

جلال اباد ښاروال د ستونزو د حل په موخه د ښار د دبيلابيلو برخو څخه ليدنه وکړه

جلال اباد ښاروال د ستونزو حل په موخه د ښار له بېلابېلو برخو لیدنه وکړه! نن شپه ناوخته مهال د ننګرهار ولایت مرستیال مولوي عزیزالله مصطفی، جلال اباد ښاروال الحاج مولوي نقیب الله طارق، چې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۱:۴۱
Background image

عوايدو د لوړوالي په موخه همغږۍ ناسته ترسره شوه

د عوایدو لوړېدو په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه! د جلال اباد ښاروالۍ اړوند د عوایدو او محاسبي چارو چارو رئیس حافظ عبدالوکیل معاذ په مشرۍ د نهه ګونو ناحیو آمرینو سره د عوایدو لوړیدو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۱:۳۵
Background image

د جلال اباد ښار کې له د دوو پروژو له چارو څخه ليدنه وشوه

۱۴۴۶/۴/۱۶ جلال اباد ښاروال د سړک جوړونې له دوه پروژو څخه لیدنه وکړه! جلال اباد ښاروال الحاج مولوي نقیب الله طارق د التقوا پوهنتون مخې او استخباراتو ریاست ترڅنګ د سړک جوړیدو له پروژو. . .

BACK TO NEWS