د جلال اباد ښاروالۍ اړوند په شپږمه ناحیې کې دوه بابه مارکېټ او تشنابونو دَ قرارداد اعلان
Publish Date
Closing Date
د جلال اباد ښاروالۍ ریاست د تهیه او تدارکاتو او قراردادونو آمريت په نظر کې لري چې د جلالاباد ښار په شپږمه ناحیې کې دَ سور مکتب تر څنګ يو باب مارکېټ همدارنګه دَ شپږمې ناحیې آمريت ترڅنګ يو باب مارکېټ او دَ يادې ناحیې په ساحه کې عام المنفعه تشنابونه په قرارداد ورکړي که هر څوک يي دَ داوطلبي خيال لري د اعلان دَ نشر څخه وروسته تر ٢١ کاري ورځو پورې دې خپل غوښتنليکونه اړوندى ادارې ته وسپاري شرط پاڼه کتلي شي تضمين نغد اخستل کېږي