ښاريانو د ښاروالۍ ددې اقدام څخه هر کلى وکړ.

faiz_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۸ - ۲۰:۴۲
شکایت اوریدل

جلال اباد ښاروالۍ رهبري هره سه شنبه د مراجعينو شکايتونه مخامخ اوري، او د حل په موخه يې سم له واره اقدام کوي.

نن سه شنبه د تلې په ۸مه نېټه جلال اباد ښاروال فيصل احمد اميري په مشرۍ ښاروالۍ رهبرۍ غړو او ناحيو امرينو د مراجعينو په تم ځاى کې سهار له اته بجو څخه د ماسپخين تر دولس بجو پورې ددوى شکايتونه مخامخ واوريدل، او د حل په موخه يې ځاى پرځاى د قانون په چوکاټ کې اقدامات ترسره کړل.

جلال اباد ښاروال ټولو مسولينو او کارکوونکو ته هدايت وکړ، چې د مراجعينو سره دې د غوره چلند ترڅنګ ددوى په کارونو کې هيڅ خنډ او ځنډ نه رامنځ ته کوي، تر څو ښه حکومتولۍ اصل ته په کتلو وکولى شو ښاريانو او ښاروالۍ ترمنځ واټن له منځه لاړ شي، ښاغلي اميري دا چاره يو د ښارواليو د لومړيتوبونو څخه وبلله.

يو شمېر مراجعينو د ښاروالۍ له دې چارې څخه خوښي وښودله او رضايت څرګند کړ، او د ښاروالۍ له رهبرۍ يې مننه وکړه چې ددوى ستونزې او شکايتونه يې مخامخ واوريدل او د حل په موخه يې ځاى پرځاى اقدام تر سره شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۵ - ۱۹:۹
Background image

جلال اباد ښاروالۍ د ناحيو په کچه د دويمې او درېيمې ربعې د حساب ورکونې غونډه ترسره شوه

جلال اباد ښاروالۍ مرستيال حاجي سليم نظير په مشرۍ ښاروالۍ ښاري حکومتولۍ ريس فيض محمد دوراني نن د تلې په ۱۳مه نېټه، لومړى ناحيې څخه تر پنځمې ناحيې پورې د حساب ورکونې په غونډه کې په داسې. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۵ - ۱۹:۵
Background image

جلال اباد درنو ښاريانو تاسو کولى شئ هره سه شنبه د ښاروالۍ رهبرۍ سره مخامخ خپلې ستونزې او شکايتونه شريک کړئ!

جلال اباد ښاروالۍ رهبري هره سه شنبه د مراجعينو شکايتونه مخامخ اوري، او د حل په موخه يې سم له واره اقدام کوي.

نن سه شنبه د تلې په ۱۵مه نېټه جلال اباد ښاروال فيصل احمد اميري په مشرۍ. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۸ - ۲۰:۴۲
Background image

ښاريانو د ښاروالۍ ددې اقدام څخه هر کلى وکړ.

جلال اباد ښاروالۍ رهبري هره سه شنبه د مراجعينو شکايتونه مخامخ اوري، او د حل په موخه يې سم له واره اقدام کوي.

نن سه شنبه د تلې په ۸مه نېټه جلال اباد ښاروال فيصل احمد اميري په مشرۍ. . .

BACK TO NEWS