ښاريانو د ښاروالۍ ددې اقدام څخه هر کلى وکړ.

Anonymous (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۸ - ۲۰:۴۲
شکایت اوریدل

جلال اباد ښاروالۍ رهبري هره سه شنبه د مراجعينو شکايتونه مخامخ اوري، او د حل په موخه يې سم له واره اقدام کوي.

نن سه شنبه د تلې په ۸مه نېټه جلال اباد ښاروال فيصل احمد اميري په مشرۍ ښاروالۍ رهبرۍ غړو او ناحيو امرينو د مراجعينو په تم ځاى کې سهار له اته بجو څخه د ماسپخين تر دولس بجو پورې ددوى شکايتونه مخامخ واوريدل، او د حل په موخه يې ځاى پرځاى د قانون په چوکاټ کې اقدامات ترسره کړل.

جلال اباد ښاروال ټولو مسولينو او کارکوونکو ته هدايت وکړ، چې د مراجعينو سره دې د غوره چلند ترڅنګ ددوى په کارونو کې هيڅ خنډ او ځنډ نه رامنځ ته کوي، تر څو ښه حکومتولۍ اصل ته په کتلو وکولى شو ښاريانو او ښاروالۍ ترمنځ واټن له منځه لاړ شي، ښاغلي اميري دا چاره يو د ښارواليو د لومړيتوبونو څخه وبلله.

يو شمېر مراجعينو د ښاروالۍ له دې چارې څخه خوښي وښودله او رضايت څرګند کړ، او د ښاروالۍ له رهبرۍ يې مننه وکړه چې ددوى ستونزې او شکايتونه يې مخامخ واوريدل او د حل په موخه يې ځاى پرځاى اقدام تر سره شو.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۴
Background image

اوومه ناحیې کې د ١١،٨ ميليونه افغانيو په ارزښت پلو لارو او ګلدان جوړولو چارې جریان لري

اوومه ناحیه کې د ۱۱،۸ میلیونو افغانیو په ارزښت د سړک، پلو لارو، ویالې او ګلدان چارې جریان لري. د جلال آباد ښاروالۍ د داخلي عوایدو په مرسته د انکشافي پروژو په لړ کې د اوومې ناحیې اړوند. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۰:۰
Background image

د جلال آباد ښاروالۍ د تېرې اوونۍ مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې

د جلال آباد ښاروالۍ د تېرې اوونۍ مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې. ــــــــ د جلال آباد ښاروالۍ رسنیز دفتر

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۹:۵۴
Background image

جلال اباد ښاروالۍ له لوري د څلويښت متره سړک د پرانستې مراسم

د جلال آباد ښاروالۍ له لوري د څلوېښت متره حلقوي سړک د پرانیستې مراسم ترسره شول. د جلال آباد ښاروالۍ له لوري د جلال آباد ښار څلوېښت متره حلقوي سړک، د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند، د. . .

BACK TO NEWS