د جلال اباد ښاروال روح الامین حسن له لوري د ښاري حکومتولۍ امر نقیب احمد اتل کارکوونکو ته معرفي او په دنده یې پیل وکړ
نوموړي چې په خدمتي ډول د مارکیټونو د تنظیم امریت چارې سمبالوي نن یې د ښاروالۍ د کارکوونکو په ملتیا د بېلابېلو خوراکي توکو د بیو څارنه او کنټرول هم ترسره کړ.
د جلال اباد ښاروالۍ له خوا دوکاندارانو ته ورکړل شوې نرخنامې له اوسنیو نرخونو سره وکتل شوې، چې د غوښې، سبزیجاتو، وچې او لمدې مېوې او ځینو نورو خوراکي توکو بیې ثابتې او د ځینو توکو بیې ښکته او پورته وې چې له سرغړوونکو سره یې قانوني چلند وشو.