جلال اباد ښاروال جلال اباد ښار کسبګرو او اصنافو خونې مسولينو او غړو سره د پيژندګلوۍ ناسته وکړه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۵/۱۸ - ۸:۵۱
جلال اباد ښاروال جلال اباد ښار کسبګرو او اصنافو خونې مسولينو او غړو سره د پيژندګلوۍ ناسته وکړه

جلال اباد ښاروال جلال اباد ښار کسبګرو او اصنافو خونې مسولينو او غړو سره د پيژندګلوۍ ناسته وکړه

نن چهار شنبه د زمري په ۸مه نېټه جلال اباد ښاروال فيصل احمد اميري په جلال اباد ښار کې د کسبګرو او اصنافو خونې له مسولينو او غړو سره د پيژندګلوۍ ناسته وکړه

جلال اباد ښاروال فيصل احمد اميري په خپلو خبرو کې کسبګر او اصناف د هېواد په اقتصاد او ښاري پرمختګ کې مهم قشرونه وبلل، او پدې لار کې يې د دوى رول خورا اړين او ضروري ياد کړ، جلال اباد ښاروال د يادې خونې هېله وخودله چې په ښار کې د اصنافو، کسبګرو او لاسي توکو پلورونکو صنفونو د دقيقو ارقامو راټولولو، په ښار کې د صنفي جوازونو ويش، صفايې ټکسونو تحويلۍ او ښاري نظم په لار کې به د ښاروالۍ سره د يوې منظمې واضع طرحې او ميکانيزم پرمټ همکاري ولري، جلال اباد ښاروال د هېواد اقتصادي پرمختګ او ځان بساينې په موخه ټولو کسبګرو او اصنافو ته پانګونې بلنه ورکړه او پدې لار کې د هر ډول همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

جلال اباد کسبګرو او اصنافو خونې مشر حاجي عزيز الرحمن عرب خوښي و ښوودله چې جلال اباد ښاروال له نوو اقتصادي او پرمختيايي ترحو سره جلال اباد ته راغلى هغه لومړى د کسبګرو او اصنافو خونې په هکله جلال اباد ښاروال ته معلومات ورکړل، او زياته يې کړه چې په پورته ذکر شوو مواردو کې به د هر ډول همکارۍ څخه دريغ ونکړي.

جلال اباد ښاروال جلال اباد ښار کسبګرو او اصنافو خونې مسولينو او غړو سره د پيژندګلوۍ ناسته وکړه

 

جلال اباد ښاروال جلال اباد ښار کسبګرو او اصنافو خونې مسولينو او غړو سره د پيژندګلوۍ ناسته وکړه

 

جلال اباد ښاروال جلال اباد ښار کسبګرو او اصنافو خونې مسولينو او غړو سره د پيژندګلوۍ ناسته وکړه

 

جلال اباد ښاروال جلال اباد ښار کسبګرو او اصنافو خونې مسولينو او غړو سره د پيژندګلوۍ ناسته وکړه

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۴
Background image

اوومه ناحیې کې د ١١،٨ ميليونه افغانيو په ارزښت پلو لارو او ګلدان جوړولو چارې جریان لري

اوومه ناحیه کې د ۱۱،۸ میلیونو افغانیو په ارزښت د سړک، پلو لارو، ویالې او ګلدان چارې جریان لري. د جلال آباد ښاروالۍ د داخلي عوایدو په مرسته د انکشافي پروژو په لړ کې د اوومې ناحیې اړوند. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۰:۰
Background image

د جلال آباد ښاروالۍ د تېرې اوونۍ مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې

د جلال آباد ښاروالۍ د تېرې اوونۍ مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې. ــــــــ د جلال آباد ښاروالۍ رسنیز دفتر

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۹:۵۴
Background image

جلال اباد ښاروالۍ له لوري د څلويښت متره سړک د پرانستې مراسم

د جلال آباد ښاروالۍ له لوري د څلوېښت متره حلقوي سړک د پرانیستې مراسم ترسره شول. د جلال آباد ښاروالۍ له لوري د جلال آباد ښار څلوېښت متره حلقوي سړک، د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند، د. . .

BACK TO NEWS