جلال اباد ښاروالۍ د لومړي ځل لپاره د زینتي او موسمي بوټو قوریه پرانیسته

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۳ - ۱۴:۱۹
 جلال اباد ښاروالۍ د لومړي ځل لپاره د زینتي او موسمي بوټو قوریه پرانیسته

نن سه شنبه د روان ١٣٩٨ کال د دلوی په ٢٢نېټه جلال اباد ښاروالۍ له لورې د ښار په بېلابېلو سیمو کې د زرغون جلال اباد تر عنوان لاندې د پنځلس زره نیالګیو کینولو کمپاین پیل او ترڅنګ یې د لومړي ځل لپاره، جلال اباد ښاروالۍ د زینتي او موسمي بوټو د خپلې قوریې پرانیسته وکړه .
د جلال اباد ښاروال روح الامین حسن د پرانستې وینا پر مهال وویل، د جلال اباد ښاروالۍ له لورې نن په رسمي ډول د زینتي او موسمي بوټو قوریه پرانیسته چې په کې پنځه ډول بوټې او څو ډوله زینتي او موسمي بوټي شتون لري. ترې به د ښار په بېلابېلو سیمو کې د نیالګیو په کینولو کې ګټه واخیستل شي، هغه زیاته کړه د یادې قريې پر مټ به په راتلونکې کې جلال اباد ښاروالۍ د سرسبزۍ په برخه کې په ځان بشپړه بسیا شي.

 جلال اباد ښاروالۍ د لومړي ځل لپاره د زینتي او موسمي بوټو قوریه پرانیسته

جلال اباد ښاروال وویل،د زرغون جلال اباد ښار په موخه به په لومړۍ مرحله کې ۷ زره بوټې په ګلدانونو،دویمه مرحله کې ۵ زره بوټې په سراج العمارت،امیرشهید،عیداګاه نورو بڼونو او درېیمه مرحله کې به د ټولو ناحیو په شته پارکونو کې د نیالګیو کینولو کمپاین ترسره کړي .

 جلال اباد ښاروالۍ د لومړي ځل لپاره د زینتي او موسمي بوټو قوریه پرانیسته

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د ښاروالۍ له لورې د پنځه ډوله زینتي او موسمي بوټو د قوریې په پرانیستو او د ۱۵ زره بېلابېلو نیالګیو کینولو د کمپاین په پیل کېدو خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې د کانال،زراعت او نورو اړونده ادارو له لورې د نیالګیو کینولو کمپاین د ولایت په کچه پیل کړی دی .
نوموړي وویل،د ونو کینول د چاپیریال د سمسورتیا ترڅنګ د هوا د پاکوالي،ناروغیو د مخنیوي،مېوو او لرګیو د ورکړې،د هوا د پاکوالي او نورو ګټو د تر لاسه کېدو لامل کیږي او له ټولو یې وغوښتل چې د ونو د کینولو ترڅنګ یې په پالنه کې له مسؤلینو سره مرسته وکړي.

 جلال اباد ښاروالۍ د لومړي ځل لپاره د زینتي او موسمي بوټو قوریه پرانیسته

په یادو مراسمو کې ولایتي شورا غړي اسرارالله مراد،حج اواوقافو،زراعت،چاپیریال ساتنې ادارو ریسانو، جلال اباد ښاروالۍ نهه ګونو ناحیو امرینو، مشورتي بورد غړو، ګذروکیلانو ګډون درلود.

 جلال اباد ښاروالۍ د لومړي ځل لپاره د زینتي او موسمي بوټو قوریه پرانیسته

 جلال اباد ښاروالۍ د لومړي ځل لپاره د زینتي او موسمي بوټو قوریه پرانیسته

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۴
Background image

اوومه ناحیې کې د ١١،٨ ميليونه افغانيو په ارزښت پلو لارو او ګلدان جوړولو چارې جریان لري

اوومه ناحیه کې د ۱۱،۸ میلیونو افغانیو په ارزښت د سړک، پلو لارو، ویالې او ګلدان چارې جریان لري. د جلال آباد ښاروالۍ د داخلي عوایدو په مرسته د انکشافي پروژو په لړ کې د اوومې ناحیې اړوند. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۰:۰
Background image

د جلال آباد ښاروالۍ د تېرې اوونۍ مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې

د جلال آباد ښاروالۍ د تېرې اوونۍ مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې. ــــــــ د جلال آباد ښاروالۍ رسنیز دفتر

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۹:۵۴
Background image

جلال اباد ښاروالۍ له لوري د څلويښت متره سړک د پرانستې مراسم

د جلال آباد ښاروالۍ له لوري د څلوېښت متره حلقوي سړک د پرانیستې مراسم ترسره شول. د جلال آباد ښاروالۍ له لوري د جلال آباد ښار څلوېښت متره حلقوي سړک، د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند، د. . .

BACK TO NEWS