جلال اباد ښاروالۍ د لومړي ځل لپاره د زینتي او موسمي بوټو قوریه پرانیسته

jalalabad_admin
Wed, Feb 12 2020 2:19 PM
 جلال اباد ښاروالۍ د لومړي ځل لپاره د زینتي او موسمي بوټو قوریه پرانیسته

نن سه شنبه د روان ١٣٩٨ کال د دلوی په ٢٢نېټه جلال اباد ښاروالۍ له لورې د ښار په بېلابېلو سیمو کې د زرغون جلال اباد تر عنوان لاندې د پنځلس زره نیالګیو کینولو کمپاین پیل او ترڅنګ یې د لومړي ځل لپاره، جلال اباد ښاروالۍ د زینتي او موسمي بوټو د خپلې قوریې پرانیسته وکړه .
د جلال اباد ښاروال روح الامین حسن د پرانستې وینا پر مهال وویل، د جلال اباد ښاروالۍ له لورې نن په رسمي ډول د زینتي او موسمي بوټو قوریه پرانیسته چې په کې پنځه ډول بوټې او څو ډوله زینتي او موسمي بوټي شتون لري. ترې به د ښار په بېلابېلو سیمو کې د نیالګیو په کینولو کې ګټه واخیستل شي، هغه زیاته کړه د یادې قريې پر مټ به په راتلونکې کې جلال اباد ښاروالۍ د سرسبزۍ په برخه کې په ځان بشپړه بسیا شي.

 جلال اباد ښاروالۍ د لومړي ځل لپاره د زینتي او موسمي بوټو قوریه پرانیسته

جلال اباد ښاروال وویل،د زرغون جلال اباد ښار په موخه به په لومړۍ مرحله کې ۷ زره بوټې په ګلدانونو،دویمه مرحله کې ۵ زره بوټې په سراج العمارت،امیرشهید،عیداګاه نورو بڼونو او درېیمه مرحله کې به د ټولو ناحیو په شته پارکونو کې د نیالګیو کینولو کمپاین ترسره کړي .

 جلال اباد ښاروالۍ د لومړي ځل لپاره د زینتي او موسمي بوټو قوریه پرانیسته

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د ښاروالۍ له لورې د پنځه ډوله زینتي او موسمي بوټو د قوریې په پرانیستو او د ۱۵ زره بېلابېلو نیالګیو کینولو د کمپاین په پیل کېدو خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې د کانال،زراعت او نورو اړونده ادارو له لورې د نیالګیو کینولو کمپاین د ولایت په کچه پیل کړی دی .
نوموړي وویل،د ونو کینول د چاپیریال د سمسورتیا ترڅنګ د هوا د پاکوالي،ناروغیو د مخنیوي،مېوو او لرګیو د ورکړې،د هوا د پاکوالي او نورو ګټو د تر لاسه کېدو لامل کیږي او له ټولو یې وغوښتل چې د ونو د کینولو ترڅنګ یې په پالنه کې له مسؤلینو سره مرسته وکړي.

 جلال اباد ښاروالۍ د لومړي ځل لپاره د زینتي او موسمي بوټو قوریه پرانیسته

په یادو مراسمو کې ولایتي شورا غړي اسرارالله مراد،حج اواوقافو،زراعت،چاپیریال ساتنې ادارو ریسانو، جلال اباد ښاروالۍ نهه ګونو ناحیو امرینو، مشورتي بورد غړو، ګذروکیلانو ګډون درلود.

 جلال اباد ښاروالۍ د لومړي ځل لپاره د زینتي او موسمي بوټو قوریه پرانیسته

 جلال اباد ښاروالۍ د لومړي ځل لپاره د زینتي او موسمي بوټو قوریه پرانیسته

Latest news

Sun, Nov 21 2021 4:06 PM
Background image

نوي ښاروال مولوي روح الله حقمل دپیژندنې او د پخواني ښاروال قاري احسان الله ساجد د مخه ښې غونډه ترسره شوه

د نوي ښاروال مولوي روح الله حقمل پېژندنې او پخواني ښاروال قاري احسان الله ساجد د مخه ښې غونډه ترسره شوه! یکشنبه، ۳۰ عقرب ۱۴۰۰ په همدې موخه د ننګرهار ښاروالۍ د غونډو په تالار کې، په. . .

Sun, Nov 14 2021 5:15 PM
Background image

! عبدالصبور د چپرهار ښاروال وټاکل شو

عبدالصبور د چپرهار ښاروال وټاکل شو! یکشنبه، ۲۳ عقرب ۱۴۰۰ د ننګرهار ښاروال قاري احسان الله ساجد په هدایت عبدالصبور د چپرهار ولسوالۍ لپاره د ښاروال په حیث ټاکل شوی، چې نن رسماً معرفي شو. . .

Mon, Nov 08 2021 2:20 PM
Background image

A meeting was held with the Gozar lawyers

Meeting with Gozar lawyers! The Nangarhar Municipality's Department of Municipal Governance held a meeting with the lawyers of the 8th District Passage in the Municipal Hall regarding. . .

BACK TO NEWS