د جلال اباد نوي ښاروال قاري احسان الله ساجد د اګست دمیاشتی په ۱۸رسما د ښاروال په صفت وپیژندل شو

Anonymous (not verified)
Mayor

قاري احسان الله ساجد د يوې غونډې په ترڅ کې د جلال اباد ښاروال په حيث وټاکل شو د جلال ابادښاروالۍ غونډو تالار کې د جوړو شويو مراسمو پرمهال قاري احسان الله ساجد د ولايت مقام استازي مولوي نوراني شاهد لخوا ګډونوالو ته معرفي او رسما ښاروال وټاکل شو. ياد استازي مولوي نوراني شاهد ښاغلی ساجد په کار پوه او امانتدار شخص ياد کړ. نوموړي وويل،داچې ښاروالي يوه خدماتي او عايداتي اداره ده،نو ځکه ورته داسې امين شخص پکار و،چې نن وټاکل شو. په جوړه شوې غونډه کې د اصنافو اتحاديې په استازولۍ حاجي عبدالشکور جلندري خبرې وکړې او له نوي ښاروال يې وغوښتل، هغه پروژې چې کار پرې روان وو،دوامداره وساتل او بشپړې شي. همداشان د اجناسو نرخونو برخه کې جدي اقدام وشي،بندې لارې خلاصې شي او له ښاروالۍ فاسد اشخاص فلټر او ليرې شي. ضياء الله ناصري چې د ناحيو وکيل ګذرانو په استازولۍ يې غونډه کې وينا وکړه وويل، ښاروالي بايد د مشرانو،سپين ږيرو او ځوانانو سره مشورې وکړي،تل يې نظرونو ته درناوی وشي. ناصري زياته کړه،د ښاروالۍ کارمندان بايد له مراجعينو سره سم سلوک ته تشويق شي. د غونډې په وروستۍ برخه کې د ښاروالۍ مرستيال يحيی غفورزي د يادو ګډونوالو د ستونزو اورېدو او حل ډاډ ورکړ، نوموړي وويل،تاسې وکتل چې لنډو شپو او ورځو کې ښاروالۍ داسې کارونه وکړل چې تېر کې چا نشو کولی،لکه د زورواکو لخوا د تړل شويو لارو خلاصول او نور. ښاغلي غفورزي د غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې نور به د خبرو پر ځای عملي اقدامات کېږي او شته ستونزې به حل شي.

Latest announcements

Tue, May 19 2026 12:35 PM
Background image

د چپرهار 1 سیفون ترمیمولو په هکله اعلان

د ننګرهار وادی کرنیز امارتی شرکت د خپل ۱۴۰۵ کال مالی پلان مطابق په پام کی لری چې د دې شرکت اړوند چپرهار 1سیفون د ترمیم ساختمانی پروژه په قرارداد ورکړی

شرکتونه او موسسې یې که د قرارداد . . .

Tue, May 19 2026 12:29 PM
Background image

د یوریا کیمیاوی سرې د تهیې او تدارک په هکله

د ننګرهار وادی کرنیز امارتی شرکت د خپل ۱۴۰۵ کال مالی پلان مطابق د یوریا کیمیاوی سرې د تهیې او تدارک قرارداد ترسره کوی

شرکتونه او موسسې یې که د قرارداد خیال لری د اعلان د خپریدو د نیټې . . .

Tue, May 19 2026 12:20 PM
Background image

د ریم فارم اړوند د 520 سیفون ترمیمولو په هکله اعلان

د ننګرهار وادی کرنیز امارتی شرکت د خپل ۱۴۰۵ کال مالی پالان مطابق په پام کې لری چې د دې شرکت د دریم فارم اړوند 520 سیفون د ترمیم ساختماني پروژه په قرارداد ورکړی

شرکتونه او موسسې یې که د . . .

Back to announcements