د جلال اباد ښار په اتمه ناحيه کې د یوولس ميليونه افغانیو په ارزښت دوه پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

Anonymous (not verified)
Tue, Aug 25 2020 10:38 AM
د جلال اباد ښار په اتمه ناحيه کې د یوولس ميليونه افغانیو په ارزښت دوه پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

د جلال اباد ښار په اتمه ناحيه کې د یوولس ميليونه افغانیو په ارزښت دوه پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د ولسي تړون ملي پروګرام له لارې په اتمه ناحيه کې د شېخانو کاکړو او ملاخېلو پرمختيايي شوراګانو د پروژو چارې نن بشپړې او د جلال اباد ښاروال فيصل احمد اميري له خوا ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

لومړۍ پروژه چې پکې ۱۵۵۱ متره کانکريټي سړک، ۷۸۷ متره ويالې، ۶۵۳ متره استنادي دېوال او ۷ پلګوټي شامل دي ۵۷۸۶۶۶۷ افغانۍ لګښت پرې راغلی او د جوړېدو چارې يې د شپږ مياشتو په موده کې بشپړې شوې. په دې پروژه کې څه باندې پينځه سوه زره افغانۍ ولسي ونډه شامله ده، چې ۲۱۶ کورنۍ به ترې په مستقيمه توګه ګټه پورته کوي.

پر دې سربېره د ملاخېل پرمختيايي شورا په سيمه کې هم ۱۴۵۳ متره کانکريټي سړک، ۹۴۲ متره ويالې، ۴۸۰ متره استنادي دېوال او ۱۰ پلګوټي جوړ چې ۵۷۸۶۶۶۷ افغانۍ لګښت پرې شوی، چې د جوړېدو چارې شپږ مياشتې وخت نيولی او ۲۵۰ کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.

د يادو پروژو د پرانيستې پرمهال جلال اباد ښاروال فيصل احمد اميري د ولسي تړون پروګرام له مشرتابه مننه وکړه، چې د سيمې د خلکو لومړيتوب ته په کتو سره يې د دوی اړتياوې پوره کړې. ښاغلي اميري همدا راز د سيمې له ولسونو او مخورو هم مننه وکړه چې د پروژې له اصولو سره سم يې د رغونې په چارو کې ولسي ونډه واخيسته. نوموړي ژمنه وکړه چې د جلال اباد ښار د نورو ناحيو په څېر به د اتمې ناحيې رغنيزو چارو ته پوره پاملرنه کوي.

په همدې تړاو د پروژو په دې پرانيستغونډه کې د ولسونو په استازيتوب د ولسي شورا مشر ديدارګل دیدارد ولسي تړون پروګرام له مسوولينو او جلال اباد ښاروال څخه مننه وکړه، چې د سيمې خلکو ته يې په بېلابېلو برخو کې اسانتياوې رامنځته کړې، نوموړي ډاډ ورکړ، چې د دوی ولسونه به ددې پروژو بشپړه ساتنه کوي.

 

د جلال اباد ښار په اتمه ناحيه کې د یوولس ميليونه افغانیو په ارزښت دوه پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

 

د جلال اباد ښار په اتمه ناحيه کې د یوولس ميليونه افغانیو په ارزښت دوه پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

 

د جلال اباد ښار په اتمه ناحيه کې د یوولس ميليونه افغانیو په ارزښت دوه پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

 

 

Latest news

Thu, May 07 2026 11:15 AM
Background image

د جلال آباد ښار د لویو سیخدارو ویالو پروژې څارنه وشوه

.د جلال آباد ښاروال قاری بلال او مسوولینو په ښار کی د لویو سیخدارو ویالو له پروژو لیدنه وکړه

د جلال آباد ښاروال ښاغلی قاری بلال، د تخنیکی او سکتوری چارو رئیس انجنیر وحیدالله مخلص، د. . .

Wed, May 06 2026 12:23 PM
Background image

د درونټی ښاری دروازې د جوړیدو چارې وڅارل شوې

.د جلال آباد ښاروال او مسوولینو اوومه ناحیه درونټه کی د ښاری ښکلا په موخه د جوړیدونکی دروازی له کارونو لیدنه وکړه

د جلال آباد ښاروال قاری بلال، د تخنیکی او سکتوری چارو رئیس انجینیر. . .

Wed, May 06 2026 7:53 AM
Background image

له درونټی تر سرخاب پل پورې د سړک جوړولو له بهیر څخه لیدنه

د جلال آباد ښاروال ښاغلی قاري بلال، د تخنیکي او سکتوري چارو رئیس انجنیر وحیدالله مخلص او ورسره مل تخنیکي پلاوي د پروژې له کارونو لېدنه وکړه د شرکت مسوولینو ته یې د کارونو د کیفیت، کمیت. . .

BACK TO NEWS