جلال اباد ښار کې د ۴ ميليونه او شپږ سوه زره افغانيو په لګښت څو رغنيزې او پرمختيايي پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې
جلال اباد ښار کې د ۴ ميليونه او شپږ سوه زره افغانيو په لګښت څو رغنيزې او پرمختيايي پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې
نن چهار شنبه د زمري په ۱۵مه نېټه د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار نهمی ناحيې اړوند څلورم ګذر کې جلال اباد ښاروالۍ ترچتر لاندې ولسي تړون ملي پروګرام له لورې د "۴٦۹۰۰۰۰" افغانيو په مالي لګښت د فرعي سرکونو، ويالو، پلچکونو او پل جوړولو چارې پاى ته ورسيدې، او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
جلال اباد ښاروالۍ تخنيکي او سکتوري چارو ريس ظهور سهاک د يادو پروژو د ګټې اخيستنې په مراسمو کې وويل، چې په دغه پروژو کې "٦۵۱" مترو په اوږدوالي فرعي سړکونه، "۷۴۳" مترو په اوږدوالي ويالې، يو پل او "۵" پلچکونه شامل دى چې د شپږو مياشتو په موده کې د جلال اباد ښاروالۍ له لورې د منظم نظارت په نتېجه کې په معياري توګه ورغول شوې.
د يادولو وړ ده چې د يادو پروژو څخه به "۲۳۳" کورنۍ په مستقيم او ګڼ شمېر نور ښاريان په غير مستقيم ډول ګټه پورته کړي.