د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د یوې غونډې په ترڅ کې د جلال اباد نوی ښاروال ښاریانو ته ور وپېژندل شو او د مخکیني ښاروال کړنې وستایل شوې

Anonymous (not verified)
Thu, Jul 23 2020 8:59 AM
د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د یوې غونډې په ترڅ کې د جلال اباد نوی ښاروال ښاریانو ته ور وپېژندل شو او د مخکیني ښاروال کړنې وستایل شوې

د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د یوې غونډې په ترڅ کې د جلال اباد نوی ښاروال ښاریانو ته ور وپېژندل شو او د مخکیني ښاروال کړنې وستایل شوې .

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په وړاندیز او د جمهور رئيس په منظورۍ فیصل احمد امیري تر ټاکل کېدو وروسته د زمري په لومړۍ د جلال اباد په شاهي مانۍ کې د یوې غونډې په ترڅ کې ښاریانو او مسؤلینو ته ور وپېژندل شو او رسما یې خپله دنده پیل کړه،همدا راز د مخکیني ښاروال روح الامین حسن کړنې د بېلابېلو قشرونو له لورې وستایل شوې .

د پېژندنې په غونډه کې د ننګرهار سرپرست والي تمیم عارف مومند د مخکیني ښاروال روح الامین حسن د ترسره شوې یو کلنې دندې څخه قدرداني وکړه چې په سختو حالاتو کې یې ترسره کړه .

هغه همدا راز نوي ښاروال ته د مبارکۍ ترڅنګ په ټولو قانوني چارو کې د ولایتي ادارې د ملاتړ ډاډ ورکړ،همدا راز یې د ښاري نظم،نرخونو کنټرول،ښاري پراختیا، د جلال اباد ښار لپاره د جوړ شوي پلان تطبیق او یو شمېر نورې لارښوونې وکړې.

ښاغلي مومند د مرکزي ادارې څخه هم وغوښتل چې د ښاروالۍ کلنۍ بودیجه ورته په ټاکلې وخت منظور کړي،د ښاروالۍ سره د ولسي تړون او نورو همکارو ادارو ملاتړ زیات کړي او د فساد د مخنیوي په موخه ورسره په اصلاحاتو کې مرسته وکړي.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ښاروالیو چارو معین روح الله نیازي د مخکیني ښاروال روح الامین حسن څخه مننه وکړه چې په سختو ورځو کې یې د ښاروالۍ د مدیریت چارې ترسره کړې او نوي ښاروال څخه یې هیله وکړه چې عملي کار پیل کړي او د جلال اباد ښار پرمختیایي پلان تطبیق کړي .

هغه زیاته کړه،نوی ښاروال باید په ښو کړنو سره د یو څو تنو پر ځای ټول ښاریان خوښ وساتي،د حاکم پر ځای خادم اوسیږي،ښاري نظم،شفافو عوایدو لوړیدو،ښاریانو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو،ولس سره په مشورو ترسره کولو، د جلال اباد ښار د ماډل کولو په موخه خاص ځآیونو جوړولو او نورو برخو کې جدي هڅې او اقدامات وکړي.

نیازي نوي ښاروال ته د مرکزي ادارې د ملاتړ ډاډ ورکړ او ورته یې سپارښتنه وکړه چې د ښاروالۍ سره د همکارو ادارو څخه په ښه توګه د ښار د ښکلا او ابادۍ په موخه ګټه واخلي .

د ولایتي شورا غړي اسرارالله مراد او د ښاروالۍ د مشورتي بورډ مشر بازمحمد ځوانمل د مخکیني ښاروال روح الامین حسن له لورې ښاریانو سره د ښو اړیکو،دروازې د خلکو پرمخ د پرانیستل کېدو،ملي ورځو د ښو نمانځنو،ښار کې په بېلابېلو برخو کې پرمختیایي چارو د ترسره کولو او یو شمېر نورو کړنو څخه ستاینه وکړه او نوي ښاروال څخه یې هیله وکړه چې د مخکیني ښاروال مثبتې کړنې او نیمګړې پروژې تعقیب کړي .

د جلال اباد مخکیني ښاروال روح الامین حسن د وینا پر مهال د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او ولایت مقام د باور،ښاروالۍ ادارې د کارکوونکو،ولایتي شورا،د ښاروالۍ مشورتي شورا،اصنافو او نورو ښاریانو د ملاتړ څخه مننه او قدرداني وکړه.

د جلال اباد نوي ښاروال فیصل احمد اميري د خپلو خبرو پر مهال د جمهور رئيس او سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې له باور مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د هر هېواد راتلونکې ښارونو پورې تړلې؛ ځکه ښارونه د ټولنيز، اقتصادي، ښې حکومتولۍ او سولې ټينګښت مرکزونه شمېرل کيږي.

هغه زياته کړه: ((زه په خپل کاري ساحه کې د خلاو لمنځه وړلو لپآره کلک هوډ لرم، د نوي پلان او پوره انرژۍ سره راغلی يم، ترڅو د ښاري هوساينې رامنځته کولو کې خپل مشهود او واضحه ونډه تر سره کړم...))

دی وايي، چې د جلال اباد ښار لپاره يې پراختيايي ستراتيژيک پلان باندې کار کړی، چې په کې د يويشتمې پيړۍ لپاره د ښاري ودې او پراختيا، قوي او با ثباته ټولنه، ميراثي ابادات، کلتوري هويت او سیاحت، معيشت او کرنيزه اقتصاد او نور پلانونه شامل دي.

جلال اباد ښاروال وويل، چې د ښاروالۍ دروازې د ټولو سکتورونو پرمخ پرانيستي دي او له ښاريانو يې غوښتنه وکړه، چې د چارو بهبود په موخه ور سره همکاري وکړي.

ښاروال همدار راز خپلو مامورينو ته سپارښتنه وکړه، چې خپل مسئوليتونه په نيکو اخلاقو او وظيفوي صلاحيتونو په چوکاټ کې پرمخ يوسي.

د یادې غونډې په ترڅ کې د ولایت مقام په ګډون د بېلابېلو قشرونو له لورې د مخکیني ښاروال روح الامین حسن کړنې د ستاینلیکونو،ایوارډونو او اعزاز لونګیو په ورکړې سره وستایلې .

همدا راز مسؤلینو له لورې نوی ښاروال رسماٌ د ښاروالۍ مسؤلینو ته ور وپېژندل شو او خپله دنده یې پیل کړه .

د پيژندنې په مراسمو کې د ولايتي شورا رئيس احمد علي حضرت او يو شمېر نورو ګډون درلود.

 

د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د یوې غونډې په ترڅ کې د جلال اباد نوی ښاروال ښاریانو ته ور وپېژندل شو او د مخکیني ښاروال کړنې وستایل شوې

 

د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د یوې غونډې په ترڅ کې د جلال اباد نوی ښاروال ښاریانو ته ور وپېژندل شو او د مخکیني ښاروال کړنې وستایل شوې

 

د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د یوې غونډې په ترڅ کې د جلال اباد نوی ښاروال ښاریانو ته ور وپېژندل شو او د مخکیني ښاروال کړنې وستایل شوې

 

د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د یوې غونډې په ترڅ کې د جلال اباد نوی ښاروال ښاریانو ته ور وپېژندل شو او د مخکیني ښاروال کړنې وستایل شوې

 

Latest news

Tue, Jun 03 2025 9:24 AM
Background image

اوومه ناحیې کې د ١١،٨ ميليونه افغانيو په ارزښت پلو لارو او ګلدان جوړولو چارې جریان لري

اوومه ناحیه کې د ۱۱،۸ میلیونو افغانیو په ارزښت د سړک، پلو لارو، ویالې او ګلدان چارې جریان لري. د جلال آباد ښاروالۍ د داخلي عوایدو په مرسته د انکشافي پروژو په لړ کې د اوومې ناحیې اړوند. . .

Sat, May 31 2025 10:00 AM
Background image

د جلال آباد ښاروالۍ د تېرې اوونۍ مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې

د جلال آباد ښاروالۍ د تېرې اوونۍ مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې. ــــــــ د جلال آباد ښاروالۍ رسنیز دفتر

Sat, May 31 2025 9:54 AM
Background image

جلال اباد ښاروالۍ له لوري د څلويښت متره سړک د پرانستې مراسم

د جلال آباد ښاروالۍ له لوري د څلوېښت متره حلقوي سړک د پرانیستې مراسم ترسره شول. د جلال آباد ښاروالۍ له لوري د جلال آباد ښار څلوېښت متره حلقوي سړک، د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند، د. . .

BACK TO NEWS