د درونټی ګدام نوی قرارداد ورکولو د اعلان په هکله
د ارزاقو امارتی شرکت خپل یو باب جایداد چی د جلال آباد ښار په اوومه ناحیه درونټی بازار کی موقعیت لری چی ۲۷۴۸۲ متر مربع مساحت لرونکی دی او هم پکی په تعداد د ۶۱ بابه دوکانونه او دوه لوی ګدامونه او یو کاری دفتر چی درې اطاقونه او یو دهلیز لرونکی دی د رسمی قرارداد له مخی په کرایه ورکوی که شرکتونه او اشخاص یی د نیولو خیال لری خپل غوښتنلیکونه دی تر ۲۱ کاری ورځو پوری د ارزاقو امارتی شرکت د املاکو مدیریت ته وسپاری شرطپاڼه کتلی شی تضمین نقدا اخیستل کیږی
