د جلال اباد نوي ښاروال قاري احسان الله ساجد د اګست دمیاشتی په ۱۸رسما د ښاروال په صفت وپیژندل شو

Anonymous (not verified)
Mayor

قاري احسان الله ساجد د يوې غونډې په ترڅ کې د جلال اباد ښاروال په حيث وټاکل شو د جلال ابادښاروالۍ غونډو تالار کې د جوړو شويو مراسمو پرمهال قاري احسان الله ساجد د ولايت مقام استازي مولوي نوراني شاهد لخوا ګډونوالو ته معرفي او رسما ښاروال وټاکل شو. ياد استازي مولوي نوراني شاهد ښاغلی ساجد په کار پوه او امانتدار شخص ياد کړ. نوموړي وويل،داچې ښاروالي يوه خدماتي او عايداتي اداره ده،نو ځکه ورته داسې امين شخص پکار و،چې نن وټاکل شو. په جوړه شوې غونډه کې د اصنافو اتحاديې په استازولۍ حاجي عبدالشکور جلندري خبرې وکړې او له نوي ښاروال يې وغوښتل، هغه پروژې چې کار پرې روان وو،دوامداره وساتل او بشپړې شي. همداشان د اجناسو نرخونو برخه کې جدي اقدام وشي،بندې لارې خلاصې شي او له ښاروالۍ فاسد اشخاص فلټر او ليرې شي. ضياء الله ناصري چې د ناحيو وکيل ګذرانو په استازولۍ يې غونډه کې وينا وکړه وويل، ښاروالي بايد د مشرانو،سپين ږيرو او ځوانانو سره مشورې وکړي،تل يې نظرونو ته درناوی وشي. ناصري زياته کړه،د ښاروالۍ کارمندان بايد له مراجعينو سره سم سلوک ته تشويق شي. د غونډې په وروستۍ برخه کې د ښاروالۍ مرستيال يحيی غفورزي د يادو ګډونوالو د ستونزو اورېدو او حل ډاډ ورکړ، نوموړي وويل،تاسې وکتل چې لنډو شپو او ورځو کې ښاروالۍ داسې کارونه وکړل چې تېر کې چا نشو کولی،لکه د زورواکو لخوا د تړل شويو لارو خلاصول او نور. ښاغلي غفورزي د غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې نور به د خبرو پر ځای عملي اقدامات کېږي او شته ستونزې به حل شي.

Latest announcements

Sat, Feb 17 2024 11:16 AM
Background image

دَ زرغونتیا اونۍ

د زرغونتیا اوونۍ! روانه اوونۍ جلال اباد ښاروالي په ټولو ناحیو کې د نیالګېو کېنول کمپاین ته ځانګړې کړې، په ټولو هغه ساحو کې به ۱۵۰۰۰ زینتي او غیری زینتي بوټي کېنول شې چې ساتنه او پالنه . . .

Sun, Feb 11 2024 12:14 PM
Background image

د جلال اباد ښاروالۍ اړوند د تيلو قرارداد داوطلبي تر سره شوه

۱۴۰۲/۱۱/۲۲ جلال اباد ښاروالۍ لپاره د تیلو قرارداد داوطلبې ترسره شوه! د جلال اباد ښاروالۍ په مقام کې چې د نورو ادارو استازو هم پکې شتون درلود، د تیلو قرارداد لپاره داوطلبې ترسره شوه. . . .

Sun, Feb 11 2024 11:53 AM
Background image

د جلال اباد ښاروالۍ لپاره د تيلو قرارداد داوطلبي تر سره شوه

۱۴۰۲/۱۱/۲۲ جلال اباد ښاروالۍ لپاره د تیلو قرارداد داوطلبې ترسره شوه! د جلال اباد ښاروالۍ په مقام کې چې د نورو ادارو استازو هم پکې شتون درلود، د تیلو قرارداد لپاره داوطلبې ترسره شوه. . . .

Back to announcements