د جلال اباد درنو ښاریانو ته خبرتیا!

Anonymous (not verified)
خبرتیا

۱۴۰۱/۵/۸ خبرتیا! جلال اباد ښاروالي ټولو درنو ښاریانو ته خبر ورکوې، چې په ورستېو کې په غټ مال کې یو ډول حیوانې ناروغې رامنځته شوې، چې له امله یې اوس په ناحیو او نورو نږدې پرتو سیمو کې څاروي مړه کېږي. هیله ده هغه څاروي چې ددې مرض له امله مري، د سړک پر سر، پیاده رونو، عامه ځاینو او پارکونو کې له غورځولو یې ډډه وکړئ، ترڅو د چاپیریال د بدبویۍ او نورو صحي ستونزو د رامنځته کېدو سبب ونه ګرځي. خپل مړه شوي مالونه په داسې ساحو کې تر خاورو لاندې کړئ چې د نورو خلکو تګ راتګ پري نه وې او یا یې د ښاروالۍ مربوطه کثافت دانۍ ته ورسوئ، ترڅو په وخت سره یې موږ ټاکل شویو ځاینو ته انتقال کړو.

Latest announcements

Mon, Aug 24 2026 3:34 PM
Background image

د یو تن محترم داور خان هاشمزی د جواز د تضمین په اړه اعلان

د جلال آباد ښار دڅلورمی  ناحیې یو تن اوسیدونکی محترم داور خان هاشمزی د محمد هاشم  زوی  د معاملاتو لارښوونې دفتر(عبد الاحد هاشمزی ) د جواز اخیستلو په پار خپل د ملکیت اسناد د عدلیې ریاست . . .

Mon, Aug 24 2026 3:20 PM
Background image

د یو تن محترم قریب الله کاکړ د جواز د تضمین په اړه اعلان

د جلال آباد ښار داتمې  ناحیې یو تن اوسیدونکی محترم قریب الله کاکړ د محمد انور زوی  د معاملاتو لارښوونې دفتر(قریب الله کاکړ ) د جواز اخیستلو په پار خپل د ملکیت اسناد د عدلیې ریاست سره په . . .

Mon, Aug 24 2026 2:53 PM
Background image

د دوهم لاټ د مارکو او غنی خیلو عمومی اسفالټی سرک پروژی د اعلان په هکله

د غنی خیلو ښاروالۍ دوهم لاټ د مارکو او غنی خیلو عمومی اسفالټی سرک پروژه اعلان ته ورکوی که څوک په یاده داوطلبۍ کی د ګډون کولو خیال ولری ساختمانی شرکتونه کولی شی چی په ۱۵ ورځو کی خپل . . .

Back to announcements