اتمي ناحیي اړوند دوبیلې سیمه د سند د اوبو د خطر څخه وژغورل شوه
د اتمې ناحیې دوبیلې سیمه د سیند د اوبو له ګواښ وژغورل شوه! د جلال اباد ښاروال الحاج عبدالزاق ضیایي په ځانګړې هدایت د اتمې ناحیې دوبیلې سیمه چې د کونړ سیند د اوبو د ډیرښت له امله له ګواښ سره مخ وه، په وخت سره د اتمې ناحیې مسئولینو او نورو فني او تخنیکي ټیمونو د ښاروالۍ د وسایلو او وسایطو په مرسته اوبه مهار او ساحه یې د احتمالي ګواښ وژغورله. جلال اباد ښاروالۍ رهبرې هڅه کوې، د نورو خطرونو د مخنیوي په خاطر دا او دیته ورته نورو ساحو کې غټ بولډر وال په راتلونکي وخت کې ترسره کړي، ترڅو په دایمې توګه دا ستونزه پای ومومي.