د ډوډۍ د ويش د پروسې د ښه شفافيت په موخه د
جلال اباد ښاروال روح الامين حسن په جدي سپارښتنه نن د غوايي په ۲۰مه نرټه جلال ښاروالۍ دريېمې ناحيې مسولينو له لورې د يادې ناحيې اړوند په مسجدونو او نانوايانو کې ناچاره کورنيو او متفرقه بې وزلو ښاريانو ته د ډوډۍ د ويش د پروسې د ښه شفافيت په موخه د ټولو اخيستونکو نوملړونه وځړول. د يادونې وړ ده چې ډېر ژر به جلال آباد ښار په نهه ګونو ناحيو کې ورته اقدام ترسره شي.