د ساختمانی موادو د کان کیندنې جواز د داوطلبۍ اعلان

Hamza Salarzai
جلال اباد ښاروالي

د ساختمانی موادو د کان کیندنې لارښود د ۸ مادې د احکامو مطابق علاقمندو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږی چې د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د کمبو خوړ څلورم بلاک سیمې ساختمانی مواد چې نوعیت یې دریایی جغل دی او د ځمکې مساحت یې ۴ هکټاره دی، د داوطلبۍ پروسې له لارې یی د کان کیندنې جواز د ساختمانې موادو د لارښود د احکامو مطابق په شرایطو برابر او ګټونکې داوطلب ته ورکول کیږی. د دی داوطلبۍ د اعلان موده ۱۸ کاری ورځی ده چې د ۱۴۰/۰۴/۲۴ نېټې څخه پیل او ۱۴۰۵/۰۵/۱۲ نېټې پورې دوام لری. بنا په شرایطو برابر حقیفی او حکمی اشخاص کولی شی چې د کانونو ریاست څخه شرطنامه او نمونوی فورمې او اسناد په وړیا ډول ترلاسه کړی او له ډکولو او د پروپوزل د ترتیبولو وروسته د اعلان د پای نېټې د اعتبار څخه د ۵ کاری ورځو په جریان کی بیرته د ننګرهار د کانونو ریاست ته په پاکټ کې په مهر ، امضا او سربسته ډول تسلیم کړی

ادرس: روښان مېنه پنځمه کوڅه ، جلال آباد ښار

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۷:۴۵
Background image

د یو تن محترم نور علی ګل د جواز د تضمین په اړه

د جلال آباد ښار د اوومی ناحیې یو تن اوسیدونکی محترم نور علی ګل د خیر ګل زوی د معاملاتو لارښوونې دفتر د جواز اخیستلو په پار خپل د ملکیت اسناد په  تضمین کی پریښی ترڅو له هر ډول پیر او . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۹:۳۵
Background image

د يو تن محترم مهمند خان د جواز د تضمين په اړه اعلان

د جلال اباد ښار اوومې ناحیې يو تن اوسیدونکى محترم مهمند خان د پادشاه زوى د معاملاتو لارښوونې دفتر د فعالولو جواز اخيستلو لپاره خپل د ملکيت اسناد په تضمین کې پريښي تر څو هر ډول معاملاتو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۵:۲۵
Background image

د يو تن محترم محمد محصل د جواز د تضمين په اړه اعلان

د جلال آباد ښار نهمې ناحیې يو تن اوسیدونکى محترم محمد محصل د معاملاتو لارښوونې دفتر د فعالولو جواز اخيستلو لپاره خپل د ملکيت اسناد په تضمین کې پريښي تر څو هر ډول معاملاتو لارښوونې دفاتر . . .

Back to announcements