ملي بيرغ زموږ د پت او عزت نښه ده

ملي بيرغ زموږ د پت او عزت نښه ده
جلال اباد ښاروالۍ له لورې د ملي بيرغ ورځې د شانداره نمانځې په موخه د ښار بېلابېلې برخې واټونه، جادې او پلې لارې د هېواد په ملي درې رنګه بيرغ وپوښلې.
د يادولو وړ ده چې، پخوا به د يادې ورځې د نمانځې لپاره لس ورځې وړاندې تياري پر لار اچول کېدل، دا چې دا وار د مرکز څخه په ځنډ د تېرې يوې نيمې ورځې په جريان کې هدايت ترلاسه شول، جلال اباد ښاروالۍ زيارکښو کارکوونکو د چټکو هڅو په نتيجه کې تر دې دمه د ښار ډېرې برخې په ملي بيرغ ښکلې شوې، او لا هڅې روانې دي.





