د کرنې او مالدارۍ رياست اړوند دَ امارتي ځمکو دَ اجارې اعلان
Publish Date
Closing Date
د ننګرهار ولایت دَ کرنې او مالدارۍ رياست دَ ځمکو دَ تخنیکي چارو امريت په نظر کې لري چې لاندې قراردادونه تر سره کړي
د کوټ ولسوالۍ دَ ترلي قريه کې ٢١٥ جريب ١٥ بسوې او ١٦ بسواسې بکر دولتي ځمکه دَ زراعتي فعالیت په موخه
او همدارنګه دَ کوز کنړ ولسوالۍ اړوند دَ شګې مياګانو سېمې اړوند ٢٠٠ جريبه جبه زار امارتي ځمکه دَ زراعت او باغدارۍ په موخه په اجاره ورکوي که هر څوک يي دَ داوطلبي خيال لري د اعلان دَ نشر څخه وروسته تر ١٤ کاري ورځو پورې دې خپل غوښتنليکونه اړوندى ادارې ته وسپاري شرط پاڼه کتلي شي تضمين نغد اخستل کېږي