د ښځو پارک د جوړولو چارې پیل

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۶ - ۱۱:۱۴
د ښځو پارک د جوړولو چارې پیل

جلال اباد ښار په اوومه ناحیه کې د لس میلیونه افغانیو په لګښت د ښځو پارک د جوړولو چارې پیل شوې، او شپږ میلیونه افغانیو په مالي لګښت پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند د درونټې په سیمه کې په شاوخوا اته جریبه ځمکه کې د UNHABITAT ادارې په مالي مرسته جلال اباد ښاروالۍ له لورې د لس میلیونه افغانیو په لګښت د ښځو لپاره د یو پارک د جوړیدو د چارو پرانسته نن د دلوی د میاشتې په لومړۍ نېټه په ټولنیزو چارو کې د ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ،جلال اباد ښاروال روح الامین حسن، ښځو چارو رئیسې، جلال اباد ښاروالۍ اوومې ناحیې امر میرویس ملنګ، په ننګرهار کې د ”یوان هبیتات“ مشر ډاکتر تحریک، یو شمیر نورو مسؤلینو، ګذر وکیلانو، شوراګانو ریسانو، مخورو او ځوانانو له لورې د ډبرې په اېښودلو سره پیل کړې، دغه پارک به په اته میاشتو کې به بشپړاو ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
همدا راز جلال اباد ښاروالۍ اوومې ناحیې اړوند د امر خیلو په سیمه کې د UNHABITAT ادارې په مالي مرسته جلال اباد ښاروالۍ له لورې د شپږ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د امرخیلو شورا اړوند ۱۰۱۳ متره په اوږدوالی د سړک او ۲۳۴ متره استنادي دیوال د جوړیدو چارې بشپړې او د پټۍ په پریکولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .
د ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ او جلال اباد ښاروال روح الامین حسن د ښځو پارک د چارو په پیل کېدو او اوومه ناحیه کې د سړک او استنادي دیوال چارو په بشپړیدو خوښي وښوده، او ښاریانو ته د ژوند د اسانتیاو د برابرولو په لار کې یې دا ډول رغنیزې پرمختیایي پروژې هېله بښوونکې او خورا مهمې وببلې. جلال اباد ښاروال روح الامین حسن د یو این هبیتات له ادارې مننه وکړه چې د ښاري پرمختګ په لاره کې د جلال اباد ښاروالۍ سره همیشه همکار پاتې شوي، او په راتلونکي کې یې د همکاریو د دوام هیله وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۴
Background image

اوومه ناحیې کې د ١١،٨ ميليونه افغانيو په ارزښت پلو لارو او ګلدان جوړولو چارې جریان لري

اوومه ناحیه کې د ۱۱،۸ میلیونو افغانیو په ارزښت د سړک، پلو لارو، ویالې او ګلدان چارې جریان لري. د جلال آباد ښاروالۍ د داخلي عوایدو په مرسته د انکشافي پروژو په لړ کې د اوومې ناحیې اړوند. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۰:۰
Background image

د جلال آباد ښاروالۍ د تېرې اوونۍ مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې

د جلال آباد ښاروالۍ د تېرې اوونۍ مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې. ــــــــ د جلال آباد ښاروالۍ رسنیز دفتر

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۹:۵۴
Background image

جلال اباد ښاروالۍ له لوري د څلويښت متره سړک د پرانستې مراسم

د جلال آباد ښاروالۍ له لوري د څلوېښت متره حلقوي سړک د پرانیستې مراسم ترسره شول. د جلال آباد ښاروالۍ له لوري د جلال آباد ښار څلوېښت متره حلقوي سړک، د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند، د. . .

BACK TO NEWS