د خپلواکۍ بېرته ګټلو ۱۰۱ مې کاليزې په مناسبت د اماني دورې انځوريز نندارتون جوړ شو

د خپلواکۍ بېرته ګټلو ۱۰۱ مې کاليزې په مناسبت د اماني دورې انځوريز نندارتون جوړ شو.
د ننګرهار سرپرست والي تميم عارف مومند،د ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ،د جلال اباد ښاروال فيصل احمد اميري, د استيناف محکمې رئیس قضاوتيار عبدالولي قاضي زاده، د ۲۰۱ سيلاب قل اردو قوماندان بريد جنرال شفيق الله رسولزي او د دې ولایت د ملکي او نظامي ادارو يو شمېر نورو مسؤلینو د جلال اباد ښاروالۍ له لورې د اماني دورې انځوريز جوړ شوي نندارتون څخه ليدنه وکړه.
د ننګرهار سرپرست والي تميم عارف مومند د ياد نندارتون پر جوړيدو خوښي وښوده او د هېواد ازادۍ، پرمختګ، انکشاف، تعليم، ثبات، اقتصاد، سياست او نورو ټولو برخو کې يې د غازي امان الله خان د حاکميت دوره مخکښه او له وياړه ډکه ياده کړه.

