د جمهور رئیس په حکم د جلال اباد ښار ستراتیژیک انکشافي پلان په موخه د ښاریانو سره مشورتي غونډه وشوه

د جمهور رئیس په حکم د جلال اباد ښار ستراتیژیک انکشافي پلان په موخه د ښاریانو سره مشورتي غونډه وشوه .
د جمهور رئیس په حکم د جلال اباد ښار لپاره د جوړ شوي ستراتیژیک انکشافي پلان په موخه د ښاریانو سره مشورتي غونډه د چنګاښ په ۲۵مه ولایت مقام کې جوړه شوه چې په کې د ولایت سرپرست،جلال اباد ښاروال، ښاروالۍ تخنيکي او سکتوري چارو ريس،ناحیو امرینو،مشورتي شورا غړو، ښاریانو او ګڼ شمېر نورو ګډون کړی وو.
د ننګرهار ولایت سرپرست والي تمیم عارف مومند وویل، د جلال اباد ښار د پراختیا په موخه یو پلان جوړ شوی،ترڅو د راتلوونکې لپاره له غیرې معیاري حالات څخه وژغورل شي .
هغه زیاته کړه، یاد پلان جمهور رئیس هم لیدلی او لارښوونه یې کړې چې یاد پلان د ښاریانو په ګډون د بېلابېلو قشرونو سره شریک شي،ترڅو په ښار کې د راتلوونکي پلانونو په اړه خپل نظریات شریک کړي .
د نوموړي په وینا د نفوسو د ثبت ادارې له لورې په جلال اباد ښار کې د دوه سوه زره کسانو شتون ښودل شوی،په داسې حال کې چې په ښار کې میلیونونه خلک میشت دي خو د تذکرو نه اخیستو او یو شمېر نورو ستونزو له امله یې د نفوسو په څېر ښار کې نور غیرې معیاري چارې شتون لري .
د ښاغلي مومند په وینا په دې انکشافي پلان کې ټول هغه لومړیتوبونه په نظر کې نیول شوي چې د یو معیاري ښار لپاره ضرور دي او هیله یې وښوده چې ښاریان یې په اړه مناسب نظرونه شریک کړي .
د جلال اباد ښاروال روح الامین حسن وویل، د ښار جوړونې وزارت په همکارۍ یې پلان جوړ کړی،جمهور رئیس پلان لیدلی او حکم یې کړی چې د لا ښه والي په موخه یې په اړه د بېلابېلو قشرونو نظرونه را ټول شي .
هغه زیاته کړه، تر دې وړاندې د جلال اباد ښار شپیته سلنه معیاري جوړ شوی او څلوېښت سلنه په کې غیرې معیاري چارې ترسره شوي چې د همدې ستونزې د اساسي حل په موخه د کلونو لپاره نوی انکشافي پلان تطبیق کیږي .
نوموړی وایي، په یاد پلان کې د ریل پټلۍ،هوایي میدان،تفریحي پارکونه،روغتونونه،د استوګنې او سوداګریزې سیمې او نور هغه برخې په نظر کې نیول شوي چې یو معیاري ښار یې لري .
د جلال اباد ښاروالۍ د سکتوري خدمتونو رئیس ظهور سهاک یاد پلان له ښاریانو سره شریک کړ چې په اړه یې د ښاریانو بېلابېل نظریات او مشورې واوریدل شوې .




