د جلال اباد ښار په څلورمې او پنځمې ناحییو کې محلي مارکیتونه جوړيږي

د جلال اباد ښار په څلورمې او پنځمې ناحییو کې محلي مارکیتونه جوړيږي
جلال اباد ښاروال فيصل احمد اميري د څلورمې او پنځمې ناحيېو اداري چارې له نژدې وليدې، د یادو ناحيېو مسوولينو کړنې يې وستايلې او ډاډ يې ورکړ چې د شته ستونزو د اواري لپاره به ورسره بشپړه همکاري وکړي
جلال اباد ښار د څلورمې او پنځمې ناحيېو مسوولينو د يادو ناحيیو کړنې او ننګونې په ګوته کړې، چې پکې د غصب شوو ځمکو بېرته راګرځول، دوکانونو ته د جوازونو وېشل، د کورونو د صفايۍ ټکس اخيستل، په یادو ناحيیو کې د IFMS سيستم فعالول، روانو پروژو څخه څارنه، محلي مارکیتونو ته ځایونه ټاکل شامل دي
د جلال اباد ښار په څلورمې او پنځمې ناحییو کې محلي مارکیتونه جوړول د ښاروالۍ له لومړیتوبونو څخه دي تر څو د ښارپه مرکزی برخه فشار کم او د خلکو لاسرسي لومړنیو اړتیاوو ته آسان شي
د جلال اباد ښاروال فيصل احمد امیري زياته کړه چې د نورو ناحيو په څېر د څلورمې او پنځمې ناحییو د لاښه پرمختګ لپاره په بېلابېلو برخو کې ځانګړي پلانونه لري، چې له خپل وخت سره سم به عملي کړای شي.



