د جلال اباد ښاروال په مشرۍ د ادارې مجلس غونډه تر سره شوه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۰ - ۸:۲۸
نیوز

۱۴۰۱/۵/۹
د جلال اباد ښاروال په مشرۍ د اداري مجلس غونډه وشوه!

د جلال اباد ښاروال حاجي ملا نعمت الله اخند په مشرۍ، چې د شته ریاستونو رئیسانو، ناحیو آمرینو او مدیرانو هم حضور درلود د اداري مجلس غونډه وشوه.
په دغه غونډه کې د تخنېکي او سکتوري چارو رئیس انجنیر دوست محمد چهاردیوال د خپل ریاست اړوند په پروژو او فعالیتونو باندې خبرې وکړې او په راتلونکو پلانونو یې د مجلس ګډونوالو ته معلومات ورکړل او هم یې خپلې ستونزې د حل په موخه شریکې کړې.

په ورته مهال د ښاري حکومتولۍ رئیس مولوي محمد اجمل فقیر د ښاري حکومتولۍ په ارزښت او په ځانګړې ډول د ګذرونو په معیاري کېدو او د هغې په لارو چارو بحث او څرګندونې وکړې او په دغه برخه کې یې د یو شمېر ګذرونو د معیاري کېدو په اړه معلومات وړاندې کړل.
جلال اباد ښاروال حاجي ملا نعمت الله اخند وویل، چې هغه برخې چې ستونزې پکې موجودې وې، ژر به ورته مناسبې حل لارې وګوري، ترڅو وکولی شو ښه او پر وخت خدمات خپلو درنو ښاریانو ته وړاندې کړو.
نوموړي د ناحیو مسئولینو ته د غصب مخنېوي، عوايدو راټولیدو، د صفایې ټکسونو په تحویلۍ، لګښتونو او بوديجې په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
په ورستۍ برخه کې ازاد بحث ترسره شو، چې ګډونوالو پکې په بېلابېلو برخو کې خپلې ستونزې او غوښتنې شریکې کړې، چې د حل په موخه یې په لازمو لارو چارو بحث او څرګندونې وشوې.
د يادونې ده چې د اداري مجلس غونډه په مياشت کې يو ځل تر سره کيږي، چې پر مهال يې ستونزې او غوښتنې د حل په موخه شريکې او همدا راز بېلابېلو برخو کې لارښوونې سره شریکې کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۲/۵/۷ - ۱۶:۴۵
Background image

دَ جلال آباد نوي ښاروال د پيژندنې غونډې مراسم

۱۴۰۲/۵/۵ د جلال اباد نوی ښاروال د پېژندنې غونډه ترسره شوه! د جلال اباد ښاروالۍ لپاره نوی ټاکل شوی ښاروال حاجي عبدالرزاق ضیایې نن د ښاروالۍ کارمندانو، مشورتي بورډ استازو اصنافو، وکیل. . .

شنبه ۱۴۰۲/۵/۷ - ۱۶:۳۹
Background image

دَ جلال اباد ښار له بيلا بيلو علماوو کرامو سره ناسته ترسره شوه

د جلال اباد ښار له بېلابېلو علماوو سره ناسته ترسره شوه! نن د جلال اباد ښار د مختلفو برخو دیني علماء اکرامو د جلال اباد ښاروال حاجي عبدالرزاق ضیایې سره د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ناسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۵ - ۸:۱۵
Background image

! دَ چاپیریال ساتنې په موخه د ګذر وکيلانو او مخورو سره ناسته تر سره شوه

د چاپیریال پاک ساتلو په موخه د ګذر وکیلانو سره ناسته ترسره شوه! د لوی اختر په شپو ورځو کې د اخترېزو قربانېو د پاتې شونيو او نورو کثافاتو په راټولیدو او انتقال په موخه د ګذر وکیلانو. . .

BACK TO NEWS