د جلال اباد ښاروالۍ مشورتي بورډ نوبتي غونډه ترسره شوه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۱ - ۸:۵۳
غونډه

۴۰۰/۱۲/۲۹ د جلال اباد ښاروالۍ مشورتي بورډ خپله نوبتي غونډه ترسره کړه. د جلال اباد ښاروال مولوي مومن حمید په مشرۍ د ښاروالۍ مشورتي بورډ نوبتي غونډه ترسره شوه، چې په کې د ښاروالۍ مسؤلینو او د بورډ ګڼ شمیر غړو ګډون کړی وو. په دې غونډه کې د مشورتي بورډ مرستیال حاجي باز محمد ځوانمل ښاروال ته د بورډ غړي ور وپېژندل او د تیرو کارونو په تعقیب او د راتلونکو پلانونو په تړاو هر اړخېز معلومات وړاندې کړل. په ورته مهال د تخنیکي اوسکتوري چارو رئیس انجنیر هدایت الله صداقت په ساختماني برخه کې د ۱۴۰۱ مالي کال په پروژو او ښاري انکشاف په برخه کې د خپلو پلانونو په اړه معلومات وړاندي کړل او همدا شان د ښاري حکومتولۍ رئیس مولوي محمد اجمل فقیر هم د ګذرونو د معیاري کېدو او د مرستو د ویش په برخو کې خپل معلومات شریک کړل او هم یې په یوشمېر برخو کې د ستونزو او خنډونو یادونه وکړه. د جلال اباد ښاروال مولوي مومن حمید د بورډ غړو ته د هر راز همکارېو ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه، چې د پخوا په پرتله به د ښاروالۍ په ډیری برخو کې د بورډ نظر او مشوره اخیستل کېږي. نوموړي د مشورتي بورډ غړو نه غوښتنه وکړه، چې د ښاروالۍ سره په مختلیفو برخو کې خپلې طرحې او مشورې شریکې کړئ. په وروستۍ برخه کې ازاد بحث ترسره شو، چې ګډونوالو پکې په ټولو برخو کې پوښتنې وکړې، چې د حل په لارو چارو یې بحث او څرګندونې وشوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۴
Background image

اوومه ناحیې کې د ١١،٨ ميليونه افغانيو په ارزښت پلو لارو او ګلدان جوړولو چارې جریان لري

اوومه ناحیه کې د ۱۱،۸ میلیونو افغانیو په ارزښت د سړک، پلو لارو، ویالې او ګلدان چارې جریان لري. د جلال آباد ښاروالۍ د داخلي عوایدو په مرسته د انکشافي پروژو په لړ کې د اوومې ناحیې اړوند. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۰:۰
Background image

د جلال آباد ښاروالۍ د تېرې اوونۍ مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې

د جلال آباد ښاروالۍ د تېرې اوونۍ مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې. ــــــــ د جلال آباد ښاروالۍ رسنیز دفتر

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۹:۵۴
Background image

جلال اباد ښاروالۍ له لوري د څلويښت متره سړک د پرانستې مراسم

د جلال آباد ښاروالۍ له لوري د څلوېښت متره حلقوي سړک د پرانیستې مراسم ترسره شول. د جلال آباد ښاروالۍ له لوري د جلال آباد ښار څلوېښت متره حلقوي سړک، د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند، د. . .

BACK TO NEWS