د جلال اباد ښاروالۍ د سکتوري او تخنيکي خدمتونو نوي رئيس وپيژندل شو
ننګرهار ولايت مرستيال تميم عارف مومند او جلال اباد ښاروال روح الامين حسن د غويي په ۲۱مه جلال اباد ښاروالۍ کې د سکتوري او تخنيکي خدمتونو نوی رئيس عبدالظهور سهاک مسئولینو او کار کوونکو ته وروپيژنده او رسماً يې دنده پيل کړه.
د ولايت بشري سرچينو رئيس احمد ضياء عبدالزي د جلال اباد ښاروالۍ د سکتوري او تخنيکي خدمتونو رئيس عبدالظهور سهاک د ګمارنې مکتوب ولوست، چې د ازاد رقابت له لارې د جمهوري رياست د ۱۳۱ ګڼه حکم له مخې دې ادارې ته پيژندل شوی دی.
د جلال اباد ښاروال روح الامين حسن د نوي رئيس په ګمارنه خوښي وښوده، نوموړي ته يې په چارو کې د همکارۍ د ډاډ ترڅنګ هيله وښوده، چې د دې ادارې چارې به لا ښې تر سره شي.
د جلال اباد ښاروالۍ د سکتوري او تخنيکي خدمتونو نوي رئيس عبدالظهور سهاک د مرکزي او ولايتي ادارې له باور مننه وکړه او ژمنه يې وکړه، چې د تعهد له مخې به خپلې چارې په قانوني ډول پرمخ يوسي.
د پېژندنې په دې مراسمو کې د ولايتي شورا غړي استاد اسرار الله مراد، جلال اباد ښاروال روح الامين حسن د يو شمېر ادارو مسئولينو او د ښاروالۍ ادارې کار کوونکو ګډون کړی و.