د جلال اباد ښاروالۍ خبرتيا
د جلال اباد ښاروالۍ خبرتیا! د ښار په ټولو نهه ګونو ناحیو کې هغه اوسیدونکو او کاروباریانو ته خبر ورکول کېږي، چې د غصبي یا داسې ساحو کې ژوند/ کاروبار کوې، چې قانوني اسناد ونلري لکه د لومړۍ ناحیې کمپونو ساحه، قاسم اباد ښارګوټی او داسې نور... ژر تر ژره دي خپل د ځای مشخصات او دقیق ارقام املاکي کمېسیون ته وسپاري. یاد کمېسیون خپل فعالیت په ولایت کې د ښاروالۍ په میلمستون کې د دغې ملکیتونو په تړاو پېل کړی. که بیا هم څوک حاضر نه شې، د ښاروالۍ رهبري مجبوره ده په وړاندې یې قانوني اقدامات ترسره کړي.