د جلال اباد ښاروالۍ اداري غونډه ترسره شوه
١٥.١٢.١٤٠١ نيټه
جلالاباد ښاروالۍ خپله نوبتي غونډه ترسره کړه
غونډه دَ جلالاباد ښاروال الحاج ملا نعمت الله اخند په مشرۍ دَ قرانکریم په مبارک آيتونو پيل شوه چې په غونډه کې دَ ښاروالۍ ريسانو، ناحیو آمرینو او مديرصاحبانو ګډون کړى وو په ياده غونډه کې ښاروال صاحب وویل چې دَ ١٤٠٢ مالي کال پروګرامونه او پلانونه دي دَ ښار دَ لرليد او تلپاتې پراختیا لپاره دې برابر او لومړیتوب ته په کتو جوړ شي
په یادو پلانونو کې، د سړکونو جوړول او روښانه کول، د پلو لارو، لښتیو، پلونو، پلچکونو پارکونو، شنوسیمو رامنځته کول شامل دي.