د ترانسپورت رياست اړوند د طورخم ترمينل دَ قرارداد په اړه
Publish Date
Closing Date
د ترانسپورت رياست اړوند د ترانسپورتي انسجام آمريت په نظر کې لري چې د طورخم ترمينل اړوند ٥٢ دوکانونه، يوه لوړ پوړيزه ودانۍ، تشنابونه او ١٥ جريبه ځمکه دَ پارکينګ لپاره په اجاره ورکړي که هر څوک يي دَ داوطلبي خيال لري د اعلان دَ نشر څخه وروسته تر ٥ کاري ورځو پورې دې خپل غوښتنليکونه اړوندى ادارې ته وسپاري شرط پاڼه کتلي شي تضمين نغد اخستل کېږي