جلال ښار کې تاریخ تیر او بې کیفیته توکي ونیول شول
۱۴۰۱/۱/۳۱
جلال اباد ښار کې تاريخ تېره او بې کيفيته توکي راټول کړای شول.
د جلال اباد ښاروالۍ اړوند د نرخونو او بې کیفیته توکو د کنټرول ګډ کمېسیون له لوري د ښار بېلابېلو سيمو کې د تاريخ تېره او بې کيفيته توکو مخنيوي په موخه څارنه ترسره، چې له يو شمېر هټيو او سرايونو څخه يې تاريخ تېره او بې کيفيته توکي راټول او ښاروالۍ ته د لمنځه وړلو په موخه ولېږدول او همدا شان یوشمېر هغه دوکانونه مهرلاک شول چې بې کیفیته توکي پکې موجود وو.
د یاد کمېسیو غړو پر هټيوالو او سوداګرو غږ وکړ، چې د بې کيفيته او تاريخ تېره توکو له پلور ډډه وکړي او پيرودونکو ته سپارښتنه کوي چې د توکو اخیستو پر مهال يې کيفيت او تاريخ ته پاملرنه وکړي.