جلال اباد ښار کې ګڼې هټۍ وتړل شوې

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۸ - ۸:۴۵


۱۴.۱/۱/۲۷
جلال اباد ښار کې د ۲۵ قصابانو هټۍ وتړل شوې.
د جلال اباد ښاروال مولوي مومن حمید په جدي سپارښتنه د نرخونو او وزنونو کنټرول ګډ کمېسیون له لوري د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ۲۵ هغه قصابانو غوښې ښاروالۍ ته انتقال شوې چې له ټاکل شوې نرخنامې څخه یې په لوړه بیه پلورله.
د نن ورځې کمپاین په ترڅ کې د لومړۍ، دویمې، دریمې، څلورمې، شپږمې، اتمې او نهمې ناحیو په مربوطاتو کې د ۴۰ قصابانو له هټیو څارنه وشوه، چې ۲۵ یې نرخنامه نه تطبیق کوله. د همدې امله یې هټۍ مهرلاک او غوښه یې ښاروالۍ ته انتقال شوه.ياد کمېسيون غړو ټولو غوښه پلورونکو ته جدي سپارښتنه وکړه، که چېرته له ټاکل شوې نرخنامې سره سم غوښه ونه پلورئ له جدي قانوني چلند سره به مخامخ شئ.

No photo description available.
May be an image of 3 people and people standing

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۹:۱۳
Background image

د پلو لارو د خلاصون کمپاین پیل شو

۴۰۳/۱/۲۸
د پلو لارو د خلاصون کمپاین پېل شو!

جلال اباد ښاروالۍ له لوري د تخنیکي او سکتوري چارو رئیس انجنیر بلال بشری په مشرۍ، چې مارکیټونو تنظیم چارو آمریت مسئولینو یې ملتیا کوله د ښار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۹:۳
Background image

اتمي ناحیي اړوند دوبیلې سیمه د سند د اوبو د خطر څخه وژغورل شوه

د اتمې ناحیې دوبیلې سیمه د سیند د اوبو له ګواښ وژغورل شوه! د جلال اباد ښاروال الحاج عبدالزاق ضیایي په ځانګړې هدایت د اتمې ناحیې دوبیلې سیمه چې د کونړ سیند د اوبو د ډیرښت له امله له ګواښ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۶:۱۳
Background image

د ښار په مختلفو برخو کې اووه دانې غټې کثافت دانۍ جوړې شوې

د ښار په مختلفو برخو کې ۷ دانې غټې کثافت دانۍ جوړې شوې! د جلال اباد ښاروالۍ په هڅو د ماشوم ساتنې ادارې په مالي لګښت د ښار په بېلابېلو برخو کې ۷ دانې غټې کثافت دانۍ جوړې شوې. دا کثافت. . .

BACK TO NEWS