جلال اباد ښار اوومه ناحیه کې د اوولس میلینونه او شپږ سوه زره افغانیو په لګښت د پروژو چارې پیل شوې
جلال اباد ښار اوومه ناحیه کې د اوولس میلینونه او شپږ سوه زره افغانیو په لګښت د پروژوچارې پیل شوې.
نن چهار شنبه د روان ”١٣٩٨“ کال د دلوې د میاشتې په ٢مه نېټه جلال اباد ښاروالۍ له لورې د ولسي تړون ملي برنامې له اړخه جلا اباد ښار اوومې ناحیې اړوند شپږ ګذر درې شورا ګانو کې ” ١٧٦٠٠٠٠٠“ افغانیو په مالي لګښت د فرعي سرکونو، ویالو او پلچونو د ګانګریت چارو چې پنځه ویشت سلنه یې ولسي ونډه ده، ددې ناحیې د امر میرویس ملنګ، ولسي تړون ملي برنامې مسولینو، ګذر وکیلانو، شوراګانو ریسانو، سیمې مخورو او ځوانانو له لورې د پټۍ په پریکولو سره چارې پیل کړې.
جلال اباد ښاروالۍ د اوومې ناحیې امر میرویس ملنګ وایي د یادو پروژو چارې به په شپږو میاشتو بشپړې او پرمټ به یې ٧١١ کورنۍ د ګټې جوګه شي.